د كركټ د نولس کلنو نړيوال جام ته د غوراوي پړاو يو ورځنيو سياليو کې نن افغانستان خپله دوهمه لوبه كې كوربه هېواد سينګاپور ته هم ماتې وركړه.
د لوبې پچه سينګاپور وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
د سينګاپور لوبډلې په ۲۶ اعشاريه ۱ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۹۲ جوړې كړې او افغانستان ته يې ۹۳ منډې هدف وټاكه.
خو افغان لوبډلې دغه هدف په ۱۷ اورونو كې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او د سينګاپور لوبډلې ته يې په اوو وېكټو ماتې وركړه.
د افغانستان د نولس كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې پرون خپله لومړۍ لوبه كې ماليزيا ته په اتو وېكټو ماتې وركړې وه.
افغان لوبډلې دغو سياليو ته د چمتووالي په هدف هراړخيز تمرينونه ترسره كړي دي.
په دې سياليو كې د سينګاپور، ماليزيا، افغانستان او نيپال نولس کلنې لوبډلې لوبېږي.
افغان لوبډله به خپله درېيمه يو ورځنۍ لوبه د راتلونكې پنجشنبې په ورځ د نيپال په وړاندې ترسره كړي.