د کندهار ولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب د مرسي کورپس موسسې په همکارۍ د كرنې يوه لويه پروژه پرانيستله.
د پروژې د پرانيستې مراسمو كې د كندهار د مرستيال والي ترڅنګ د مرسي کورپس موسسې مسوولينو، د اقتصاد، كرنې، ابو لګونې او مالدارۍ او نشه يي توكو په ضد د مبارزې رئيسانو ګډون کړی و.
د كندهار ولايت مقام د رسنيو او معلوماتو مركز وايي، دا درې کلنه كرنيزه پروژه د کندهار د نهو ولسواليو ترڅنګ په اروزګان او هلمند ولايتونه هم پلې کوي، چې ۲۵۰ نوي د پستې باغونه، درې كمشخانې، ۴۰۰ د زعفرانو نمايشي قطعې او روزنيز کورسونه په كې شامل دي.
د کندهار ولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب د دې پروژې په تطبيق کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ټينګار يې وکړ، چې دا پروګرام دې په سمه توګه تطبيق او واقعي حقدار بزګران دې ورڅخه برخمن شي.
نوموړي د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس ته سپارښتنه وکړه، چې له سوداګرۍ او صنايعو خونې سره په همکارۍ دې د کندهاري بزګرانو د حاصلاتو لپاره بازارموندنه وکړي.
د مرسي کورپس موسسې مسوولينو هم ډاډ ورکړ، چې دا پروژه به په کندهار، اروزګان او هلمند ولايتونو کې په سمه توګه تطبيق او وړ بزګرانو ته به مراجعه وشي.