د ملګرو ملتونو له لوري خوست کې د روژې د لومړۍ ورځې د چاودنې له زيانمنو شويو کورنیو سره د شل ـ شل زره افغانیو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د جنوب ختیځ زون مسول محمد نعیم احمدزی وايي، مرسته هغې پنځلسو کورنیو سره ترسره شوه، چې غړي یې په ورستۍ پېښه کې وژل شوي یا هم ټپي شوي وو.
د احمدزي په خبره، په دې مرسته کې ۱۷ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.
د قربایانو کورنۍ ترلاسه شوې مرسته تر یوې کچې کافي بولي، خو د نورو مرستو غوښتنه هم کوي.
د مرسته وېشونکې ادارې مسولین وايي، چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به د پېښو ملکي قربانیانو ته د اوږد مهاله مرستو ورکړې، لړۍ پیل کړي.
د یادولو وړ ده، چې د روژې په لومړۍ ورځ خوست کې د کمپاین د ځانګړي ځواکونو د موټرو پر تم ځای موټر بم برید کې دوه ویشت کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې ډېری يې ملکي وګړي وو.