اسراييلي پوځي چارواکو ادعا کړې،چې له يو پوځي مرکز څخه يې لسګونه ميله بېلابېل ډوله وسلې غلا شوې دي.
د اسراييلي پوځيانو يو وياند ويلي، چې د بير سبع ښار د سديه تيمان پوځي مرکز له ګودام څخه ۳۰ ميله وسلې ترى تم شوې دي.
دغه وياند، چې نوم يې نه دى په ډاګه شوى، زياته کړې چې د جنوبي سيمې د پوځ قوماندان جنرال ايازمير د جنرال ايټن برين په مشرۍ څېړنيز ټيم ته د پېښې د څېړنې دنده سپارلې ده.
بلخوا اسراييلي چارواكو ويلي، له هغو کسانو يې هم پوښتنې ګروېږنې پيل کړي، چې په ياد پوځي مرکز کې يې کار کاوه.
بايد ياده شي، چې تېر کال هم له همدې سيمې څخه د يو شمېر وسلو او مهماتو د غلا کېدو رپوټونه ورکړل شوي وو.