جمهور رئيس محمد اشرف غني ستر جنرال مراد علي مراد د كورنيو چارو وزارت د ستر سلاكار په توګه ټاكلى دى.
جمهور رئيس غني نن په باميان ولايت كې د يكاولنګ – دره صوف سړك د جوړولو كار د پرانيستې مراسمو كې وويل، مراد د هېواد له زړورو جنرالانو څخه دى، چې په بېلابېلو ولايتونو كې يې د وسله والو مخالفينو په وړاندې جګړو كې برخه اخيستې او د خپلې خاورې دفاع يې كړې ده.
مراد علي مراد تر دې مخكې د ملي دفاع وزارت د مرستيال لوى درستيز په توګه دنده ترسره كوله.