د پاکستان په يو شمېر سيمو کې د ريکتر په کچه پنځه اعشاريه پنځه درجې زوروره زلزله شوې ده.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې د پنجاب ايالت په لاهور،اسلام اباد، راولپنډۍ او د خيير پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
د ځمک پېژندنې ادارې ويلي،چې د زلزلې مرکز د هندوکش غرونو د لړۍ په ۱۸۰ کيلومټرۍ کې ښودل شوی دی.
ياده زلزله نن سهار وختي شاو خوا څلور بجې را منځته شوې ده.
تر اوسه د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.