د ملي امنيت د عمومي رياست ځانګړو ځواكونو په هرات ولايت كې د وسله والو طالبانو يوه شپږ كسيزه ډله نيولې ده.
د ياد رياست له خوا نن كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې مشفق، وحيدالله، غلام محمد، بهارالدين او سيد عيسى د قوماندان صفي الله په مشرۍ فعاليت كاوه.
د سرچينې په وينا، دغه كسان د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ په قفسلان کلي کې پر يو لړ ترهګريزو او ورانکارو کړنو، ماين خښونې او د متنفذينو پر ترور بوخت وو.
نيول شويو کسانو اعتراف کړى، چې د ملي پوليسو د دوو تنو افسرانو او يو تن سرتېري د ترور په ګډون يې په ګڼ شمېر ترهګريزو پېښو کې رغنده ونډه درلوده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخكې هم د ملي امنيت د عمومي رياست ځواكونو بېلابېلې وسله والې ډلې نيولې دي.