ads

په باميانو كې د بودا ۳۸ متره مجسمه رغول كيږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواكي وايي، له نړيوالو متخصصينو سره په خبرو كې په دې هوكړه شوې چې د باميانو د بودا ۳۸ متره مجسمه ورغول شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 لیندۍ 1395
په باميانو كې د بودا ۳۸ متره مجسمه رغول كيږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواكي وايي، له نړيوالو متخصصينو سره په خبرو كې په دې هوكړه شوې چې د باميانو د بودا ۳۸ متره مجسمه ورغول شي.
د دغه وزارت د لرغونو اثارو او ښارونو  د ساتنې د ادارې مشر عبدالاحد عباسي رسنيو ته ويلي چې دغه هوكړه په هغه كنفرانس كې وشوه چې د ليندۍ د مياشتې له يوولسمې تر ديارلسمې نېټې د المان په مونيخ ښار كې جوړ شوى و.
عباسي زياتوي چې په دې كنفرانس كې د افغان حكومت پر استازو سربيره  د آلمان، جاپان، ايټاليا، جنوبي كوريا او همدارنګه د يونسكو استازو او متخصصينو ګډون كړى و.
عبدالاحد عباسي وايي چې  په دې غونډه كې تصميم ونيول شو چې د باميانو د بودا اته ديرش متره مجسمه هم ورغول شي، خو د دغه مجسمې د رغولو د څرنګوالي په اړه تصميم راتلونكي كنفرانس ته چې د راتلونكي كال په اكتوبر مياشت كې په جاپان كې جوړيږي وځنډول شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA