نوموړي ویلي، اوس مهال افغانستان امن دی او د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ورڅخه هیڅ ډول امنیتي ګواښ نه پېښېږي.
مجاهد ویلي، دوی هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي او د قرغیزستان په ګډون دې ټول ګاونډي هېوادونه په دې برخه اندېښنه نه ښيي.
دا په داسې حال کې ده چې د قرغزستان د ملي امنیت مشر کامچيبېک تاشیف د بشکېک په یوې امنیتي ناسته کې د افغانستان په شمال کې د ترهګرو ډلو له زیاتوالي خبر ورکړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ