د ایرنا د خبر له مخې، محمد مخبر له محمد بن سلمان سره ټیلفوني خبرو کې هغه ته تهران ته د ورتګ بلنه ورکړې.
سره له دې چې ایران ته محمد بن سلمان د ورتګ نېټه نه ده معلومه؛ خو له محمد مخبر سره یې په ټیلفوني خبرو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.
د یادونې ده چې د تهران او ریاض ترمنځ اړیکې څو کاله وړاندې د سعودي پر نفتي تاسیساتو تر برید وروسته ترینګلې شوې چې تېر کال د چین په منځګړیتوب بیرته ورغېدي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ