ads

سرحدي: اروزګان کې يې ۱۲سوه پوليس له خپل تشکيله ايستلي دي

که څه هم دارزګان ولايت امنيتي مسؤلينو دپوليسو په ليکو کې داصلاحاتو په موخه خيالي پوليس له تشکيله ايستلي خو يوشمير داسي پوليس هم له تشکيل څخه ايستل شوي چې له تيرو څو کلونو راهيسي دندې تر سره کوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 لیندۍ 1395
سرحدي: اروزګان کې يې ۱۲سوه پوليس له خپل تشکيله ايستلي دي

که څه هم دارزګان ولايت امنيتي مسؤلينو دپوليسو په ليکو کې داصلاحاتو په موخه خيالي پوليس له تشکيله ايستلي خو يوشمير داسي پوليس هم له تشکيل څخه ايستل شوي چې له تيرو څو کلونو راهيسي دندې تر سره کوي.
په ترينکوټ کي يوشمير پوليس وايي چې له تيرو څلورو مياشتو راهيسې دوى ته معاش ندى ورکړل شوى او دامنيه قومندان له لوري په اضافه تشکيل کې راغلي دي.
دوي وايي که امنيتي مسؤلين خيالي پوليس له منځه وړي نو بايد سمه سروې وكړي او د هغه پوليسو معاشونه وركړل شي چې دندې يې ترسره كړې دي.
خو دارزګان ولايت امنيه قومندان ولي جان سرحدي وايي چې په ارزګان ولايت کي خيالي پوليس شتون لري او دوى دپوليسو په ليکو کي اصلاحات پيل کړي چې تر دي مهاله يي په مرکز او ولسواليو کې ۱۲ سوه پوليس له تشکيل څخه ايستلي چې ۷۰۰ يي په ترينکوټ او ۵۰۰ يي په ولسواليو کې وو.
نوموړى زياتوي چې دا ۱۲ سوه هغه پوليس وو چې معاشونه ورکول کيدل خو دندې يي نه ترسره کولې چې په وينا يي له همدې امله نا امنۍ هم پراخې شوې وې او وروسته له دي به ټول پوليس بايومټريک سيسټم ته اړوي او د درغلۍ مخه به ونيسي.
په ارزګان كې د خيالي پوليسو په اړه نيوكې وروسته له هغه زياتې شوې چې څو مياشتې وړاندې په دغه ولايت كې جګړې زور واخيست او د دولت وسلوال مخالفين د ارزګان مركز ترينكوټ ته ورسيدل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA