ads

د سالنګ لاره د ترافيكو پرمخ بيا پرانيستل شوه

د سالنګ د لويې لارې مسؤلين وايي: دغه لاره د ترافيكو پرمخ بيرته پرانيستل شوې خو د بار وړونكو ټيلري موټرو د تګ لپاره لا هم زمينه نه ده مساعده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 لیندۍ 1395
د سالنګ لاره د ترافيكو پرمخ بيا پرانيستل شوه

د سالنګ د لويې لارې مسؤلين وايي: دغه لاره د ترافيكو پرمخ بيرته پرانيستل شوې خو د بار وړونكو ټيلري موټرو د تګ لپاره لا هم زمينه نه ده مساعده.
د سالنګ لويه لاره د شنبې په ورځ د سختو واورو او توپان له كبله د دريو ساعتونو لپاره د ترافيكو پرمخ تړل شوې وه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مشر جنرال رجب نن كليد ته وويل چې د تېرې ورځې له دوه بجو راهيسې دغه لاره بيرته د ترافيكو پرمخ پرانيستل شوې او تر اوسه هم خلاصه ده.
جنرال رجب زياته كړه چې اوسمهال په سالنګونو كې اويا سانتي متره واوره شته خو په وينا يې له ټيلري باروړونكو موټرو پرته د نورو هر ډول وسايطو پر مخ دغه لاره خلاصه ده.
جنرال رجب د سالنګ په لاره د خلكو په همكارۍ ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې موټر چلوونكي بايد په ژمنيو وسايلو سمبال وي او د مسؤلينو لارښوونو ته جدي پاملرنه وكړي.
نوموړي زياته كړه چې مسافر بايد د كومې ستونزې سره د مخامخ كېدو پرمهال  د پوليسو نژدې پوستې اويا د نجات خونو ته چې په هغه نژدې سيمو كې شتون لري مراجعه وكړي.
د سالنګونو په سيمه كې دولس د نجات خونې او ۲۵ د پوليسو پوستې شته چې په بيړنيو حالاتو كې له مسافرو سره مرستې كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA