ads

جمهوررئيس غني ټول وسلوال مخالفين بين الافغاني خبرو ته را وبلل

جمهوررئيس د دولت له ټولو وسلوالو مخالفينو غوښتنه كوي چې راشي او اوسنۍ ستونزې د بين الافغاني خبرو اترو له لارې حل كړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 لیندۍ 1395
جمهوررئيس غني ټول وسلوال مخالفين بين الافغاني خبرو ته را وبلل

جمهوررئيس د دولت له ټولو وسلوالو مخالفينو غوښتنه كوي چې راشي او اوسنۍ ستونزې د بين الافغاني خبرو اترو له لارې حل كړي.
جمهوررئيس محمداشرف غني چې د يكشنبې په ورځ يې د ميلاد النبي صل الله عليه وسلم  د ورځې په لمانځغونډه كې خبرې كولې وويل چې ټول مخالفين بايد بين الافغاني خبرو اترو ته زمينه برابره كړي او زياتوي چې د دوى خير د ملت خير دى.
د هغه په خبره د مسلمانانو خير په دې كې نه دى چې وطنونه يې يې وران او خلك يې نورو ته اړ شي، بلكې  د جمهوررئيس په خبره د مسلمانانو خير په سوله او  د رسول الله صل الله عليه وسلم د لارې په پيروۍ كې دى.
د يادولو وړ ده چې له دې وړاندې د سولې شورا هم د ميلادالنبي په مناسبت په خپره كړې اعلاميه كې  د دولت وسلوال مخالفين سولې او د جګړو پريښودو ته رابللي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA