كليد راډيو په ټول افغانستان كې د پراختيا په حال كې ده.
د كليد راډيو دستګاوې د كابل، مزار، كندهار، ننګرهار،هرات، غزني اوخوست په ولايتونو كې فعاليت كوي.
د كليد راډيو خپرونې ټولنيز اهداف لري او فرهنګي، سياسي، انكشافي، ښوونیزې، خبري، تفريحي او همدارنګه د موسيقۍ خپرونې په ټول افغانستان كې د مليونونه تنو غوږونو ته رسوي.
د كليد راډيو عام ګټې خپرونې او اعلانات په افغانستان کې نورو سیمه ییزو راډیوګانو ته د خپرولو لپاره ورکول کیږي، څو د نورو ولایتونو خلک هم ترې برخمن شي.
په داسې یوه سیاسي چاپېریال کې، چې مخکې په کې رسنۍ یا د دولت په کنټرول کې وې او یا به د رسنیو فعالین ځپل کېدل، له جګړې څخه د سولې پر خوا د کلید ګروپ وده د پام وړ ده او د هغو ډلو سره همکار پاتې شوی، چې سولې ته یې د رسېدو او د یوې خپلواکې ټولنې د رامنځته کېدو لپاره هڅې کړي.
د کلید ګروپ لوستونکي او اورېدونکي د نفوس او جغرافیا له نظره پراخ دي. همدارنګه كليد ګروپ په ولایتونو كې د ۲۸ همكارو راډيوګانو مديريت په غاړه لري.
همدارنګه كليد ګروپ د لومړي ځل لپاره په كابل كې د موسيقۍ لپاره د راګ راډيو بنسټ كېښود.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ