ads

هلمند: د دولتي ادارو د مامورينو د حاضرۍ کنټرول پروسه پيل شوه

د هلمند والي حيات الله حيات وايي، ټول دولتي مسوولين دې د ښې حکومتدارۍ لپاره ولسونو ته د خدمتګارۍ فرهنګ په اساس خدمتونه وړاندې کړي.

نویسنده: The Killid Group
28 تله 1395
هلمند: د دولتي ادارو د مامورينو د حاضرۍ کنټرول پروسه پيل شوه

د هلمند والي حيات الله حيات وايي، ټول دولتي مسوولين دې د ښې حکومتدارۍ لپاره ولسونو ته د خدمتګارۍ فرهنګ په اساس خدمتونه وړاندې کړي.
نوموړي دا خبره تېره ورځ له يو شمېر دولتي ادارو څخه د ليدنې پر مهال وکړه او ټينګار يې وکړ، چې له کاري مهالوېش سره سم بايد ټول مامورين په ادارو کې موجود اوسي.
د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې والي حيات الله حيات د دې ولايت استيناف څارنوالۍ، د ښځو چارو او سرحدونو او قبايلو چارو رياستونو ورځنيو کارونو او کارکوونکو څخه ليدنې وکړې.
نوموړي دغه راز په يادو ادارو کې مراجعينو سره وکتل او د هغوى د کارونو په ترسراوي کې يې د مامورينو د چلند په اړه ورڅخه وپوښتل.
حيات د يادو دولتي ادارو د کارکوونکو حاضريانې وکتلې او خبردارى يې ورکړ، چې په رسمي ساعتونو کې پرته له کومې قانوني ستونزې به غير حاضرو مامورينو او مسوولينو سره جدي قانوني چلند وشي.
نوموړي د حاضرۍ پر مسئلې ټينګار وکړ او ويې ويل، د ټولو ادارو مسوولين او مامورين مکلف دي، چې ولسونو ته د خدمتګارۍ فرهنګ په اساس کار وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA