ads

ځاځي ميدان كې دوه ښوونځي او يوه مدرسه جوړېږي

د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ۶۴ مليونه افغانيو په ارزښت دوه ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو، ګڼو نورو ته د چاردېوالۍ او د يوې ديني مدرسې د جوړولو چارې پيل شوې.

نویسنده: The Killid Group
8 وږی 1395
ځاځي ميدان كې دوه ښوونځي او يوه مدرسه جوړېږي

د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ۶۴ مليونه افغانيو په ارزښت دوه ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو، ګڼو نورو ته د چاردېوالۍ او د يوې ديني مدرسې د جوړولو چارې پيل شوې.

د خوست والي حكم خان حبيبي چې د دغو پروژو پرانيسته يې هم وكړه، په خپله وينا كې وويل دغه رغنيزې پروژې به په ۶ مياشتو كې بشپړې شي او د زده كوونكو ګڼې ستونزې به ورسره حل شي.

حبيبي زياته كړه، په ځاځي میدان کې د معارف برخه د نورو سیمو په پرتله کمرنګه ده نو ولايتي اداره هم په ياده ولسوالۍ كې تر ټولو لومړى د پوهنې برخې ته پام اړولى دى: (( د ځاځي ميدان خلك امن خوښوونكي دي، د دې ولسوالۍ ځوانانو د ملي ځواكونو په ليكو كې زياته قرباني هم وركړې ده، ژمنه كوم چې د بيا رغونې نورې پروژې هم په پلان كې لرو چې ژر به يې دلته پيل كړو، دلته مو د معارف برخې ته ځكه توجه زياته ده چې د شهيدو سرتېرو بچيان مو له زده كړو وروسته په راتلونكي كې د هېواد چارې په لاس كې واخلي.))

د دغو پروژو د پرانيستې مراسمو ته راغليو ځايي مشرانو له كليد سره په خبرو كې د ښوونځيو لپاره د پيل شويو پروژو هركلى وكړ او زياته يې كړه، دغه ولسوالۍ كې دې د ښوونې په برخه كې لا زيات ګامونه واخيستل شي.

د خوست ځایي اداره وایي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۳ لکه او ۳۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي خو د دوى د زده كړو يوازې ۴۰ فيصده ښوونځي ودانۍ لري.

د خوست ولايتي اداره وايي، ستونزې يې درك كړي او هڅه كوي چې د زده كوونكو لپاره د ښه زده كړو د چاپېريال برابرولو تر څنګ ودانۍ هم جوړې كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA