ads

د مېوو سوداګر: اسلامي امارت په نورو هېوادونو کې زموږ د مېوو لپاره مارکېټ پیدا کړي

زابل ولایت کې یو شمېر سوداګر له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی وچو او لمدو مېوو ته دې له پاکستان سربېره په نورو هېوادونو کې هم مارکېټ پیدا کړي

احسان الله ولسمل
6 غبرګولی 1403
د مېوو سوداګر: اسلامي امارت په نورو هېوادونو کې زموږ د مېوو لپاره مارکېټ پیدا کړي

دوی وايي، پاکستان ډېر وخت له افغانستان سره ستونزې پیدا کوي، چې بیا یې اغېز مستقیما د دوی پر سوداګري وي.

د لمدې مېوې سوداګر حکمت الله سباوون وایي، د کروندګرو د حاصلاتو رسېدو په وخت کې پاکستان پر دوی لارې تړي، چې ډېر کله یې اخیستې مېوې خرابیږي.

«له حکومت څخه مو غوښتنه ده چې دوی له نورو ګاونډیو هېوادونو سره هم سوداګریزي اړیکې پراخې او موږ ته زمینه سازي وکړي، دغه راز له ګاونډیو هېوادونو هم غواړو چې د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې خنډ پیدا نه کړي.»

په همدې حال کې د وچې مېوې یو تن سوداګر عبدالولي افغان وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو د خرابېدو له کبله، په کور دننه د وچې مېوې قیمتونه پرې ټیټ شوي، چې زیات زیان یې لیدلی دی.

« اوس ماسره وچ انځر دي، دا مې شپږ میاشتې وړاندې اخیستي وو، هغه مهال یو من په ۱۲ زره افغانۍ وو، خو اوس یې قیمت ۲۰۰۰ افغانۍ ته ټیټ شوی.»

یو شمېر شنونکي بیا له حکومت غواړي چې پر یو هېواد تکیه ونه کړي او د افغاني توکو او محصولاتو لپاره د ښې بازار موندنې په موخه پر ځمکنیو لارو سربېره له هوايي دهلیزونو هم ګټه واخلي.

د اقتصادی چارو شنونکی ولي محمد پخلا کلید ته وویل:« موږ باید له پاکستان څخه تقاضا کمه کړو، پاکستان د دې لپاره چې موږ ورته اړتیا لرو، تل د خپل ناولي سیاست له کبله زموږ سوداګري اغېزمنوي.»

مسوول چارواکي وايي، هڅې یې پیل کړې چې د افغان سوداګرو لپاره بدیلې لارې ولټوي.

د زابل د صنعت او سوداګرۍ ريیس ملانظیر حمزه وايي هڅه کوي د حاصلاتو رسېدو پر وخت لمده او دغه راز وچه مېوه نورو هېوادونو ته صادره کړې.

«له نورو هېواودنو سره هم په دې اړه خبرې شوې، انشالله سږکال به په ښه ډول وچې او لمدې مېوې تر نړیوالو مارکېټونو ور ورسوو.»

زابل میشتي سوداګر په داسې مهال یاده غوښتنه کوي چې اسلامي امارت وايي، په پاکستان یې تکیه کمه او له نورو هېوادونو سره یې د پخوا په نسبت سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA