ads

د غزني كانګفوتوا د منتخبې لوبډلې لپاره سيالۍ پاى ته ورسېدې

د غزني د المپیک آمریت مشر باچاخان هزبر کلید ته وویل، له دغو سیالیو څخه یې موخه د دې ولایت د کانګفوتوا منتخب ټیم ته د غوره څېرو انتخاب و، چې د مرکز په ګډون له جاغوري ولسوالۍ څخه هم په كې ورزشکارانو په دوو ګروپونو او ۱۲ وزني کټګوریو كې ګډون کړی و

نویسنده: The Killid Group
7 وږی 1395
د غزني كانګفوتوا د منتخبې لوبډلې لپاره سيالۍ پاى ته ورسېدې

د غزني د کانګفوتوا منتخب ټیم ته د غوره څېرو د انتخاب په هدف درې ورځنۍ سیالۍ ترسره  او په بېلا بېلو وزنونو كې د سياليو غوره څېرې لوبډلې ته انتخاب شوې.
د غزني د المپیک آمریت مشر باچاخان هزبر کلید ته وویل، له دغو سیالیو څخه یې موخه د دې ولایت د کانګفوتوا منتخب ټیم ته د غوره څېرو انتخاب و، چې د مرکز په ګډون له جاغوري ولسوالۍ څخه هم په كې ورزشکارانو په دوو ګروپونو او ۱۲ وزني کټګوریو كې ګډون کړی و.
نوموړي زیاته کړه، په دغو سیالیو كې د غزني ولایت د کانګفوتوا منتخب ټیم ته غوره ورزشکاران په بیلابیلو وزنونو كې انتخاب شول، چې له ډلې يې د ذوالفقار کلب لومړی او د سید الشهدا کلب ورزشکارانو دوهم او دریم مقامونه خپل کړل: ((د کانګفوتوا د منتخب ټیم غړي به په نږدې راتلونكي كې، مرکز کابل ته په ملي ټیم كې د غړیتوب تر لاسه کولو په موخه سيالۍ وكړي. که څه هم په غزني كې ورزشکاران لازمو آسانتياو ته لاسرسی نخ لري، خو هیله ده له دغو ځوانانو څخه ډیری یې ملي ټیم ته لاره پیدا کړي.))
هزبر له ځایي چارواکو او پانګه والو څخه غوښتنه وکړه، څو په دې ولایت كې  د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره له ورزشکارانو سره د اړینو امکاناتو او آسانتیاو د برابرولو مرسته وکړي: (( له ځایي حکومت او سوداګرو څخه زما غوښتنه داده چې له مالي پلوه د ورزشکارانو ملاتړ وکړي، هغوی ته میدانونه او جمنازیومونه ورغوي، څو د تمرینونو لپاره د مناسب ځای خاوندان شي او زموږ استادان هم ښه ځوانان وروزي څو په راتلونكي كې هیواد ته ویاړ او سر لوړي راوړي.))
که څه هم په دغو سیالیو كې ګټونكي ورزشکاران د سیالیو له څرنګوالي  څخه خوښ دي، خو له جاغوري ولسوالۍ څخه د راغلیو کانګفوتوا کارانو مشر عنایت الله جنګیز  له کلید سره خبرو كې د داورانو پر پریکړو نیوکه وکړه: (( ډیری ورزشکارانو ماته د داورانو له پریکړو څخه شکایت وکړ، له بده مرغه داورانو تر ډېره د خپلو شاګردانو پر تېروتنو سترګې پټولې، زه له دې کبله ډېر خواشینی یم، دوی باید مثبت رقابت وکړي.))
یو شمېر ورزشکارانو بيا له کلید سره خبرو كې د المپیک له چارواکو څخه غوښتنه وکړه، څو په دې ولایت كې د ورزشکارانو پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په برخه كې خپل مسوولیتونه ادا کړي.
دوى ويل، په ټول غزني كې د رزمي ورزشونو د سیالیو لپاره یو معیاري رینګ او ځای نه نه لري او سیالۍ يې د معياري ميدانونو پر ځاى پر عادي توشکونو ترسره کیږي.
د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم په غزني كې د موی تای منتخب ټیم ته د غوره څېرو د ورپېژندلو په موخه د لسګونه ورزشکارانو تر منځ سیالۍ ترسره شوې وې.
همدا راز ټاكل شوې چې نن هم د غزني ولایت د سوک وهنې منتخب ټیم ته د غوره څېرو د انتخاب په موخه د لسګونه سوک وهونکو ترمنځ سیالۍ پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA