ads

ننګرهار كې د شوكاڼو د پروسس ۴ فابريكو كار پيل كړ

د ننګرهار په شیخ مصري ښارګوټي کې نن د شوکاڼو د پروسس څلور کارخانو په کار پیل وکړ چې د چارواكو په وينا په یادو کارخونو کې به نه يوازې لسګونه کاریګرو ته د  کار زمينه مساعده شي کوي، بلكې دا سرمايه دارانو د هڅونې په برخه كې به هم ګټه وكړي. د شیخ مصري […]

نویسنده: The Killid Group
26 زمری 1395
ننګرهار كې د شوكاڼو د پروسس ۴ فابريكو كار پيل كړ

د ننګرهار په شیخ مصري ښارګوټي کې نن د شوکاڼو د پروسس څلور کارخانو په کار پیل وکړ چې د چارواكو په وينا په یادو کارخونو کې به نه يوازې لسګونه کاریګرو ته د  کار زمينه مساعده شي کوي، بلكې دا سرمايه دارانو د هڅونې په برخه كې به هم ګټه وكړي.

د شیخ مصري ښار ګوټي کې د شوکاڼو د پروسس د فابریکو د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار والي او د شوکاڼو د اتحادیې مسوولینو تر څنګ بیلا بیلو سوداګرو هم ګډون کړی و.

والي سلیم کندوزي وویل، ولایتي ادارې هڅې پیل کړي، چې په ننګرهار کې پانګه وال وهڅوي او هغوى په بېلا بېلو برخو كې پانګونې ته چمتو كړي.

والي وویل، د شوکاڼو له دغه پروسس سره به د هېواد د  کانونو استخراج په قانوني بڼه شي چې تر ډېره به یې ګټه حکومت او ولس ته ورسېږي: (( تقريبا څلور فابريكې نن كار پيلوي او نورې لس فابريكې به هم شيخ مصري ښارګوټي كې دلته كار پيل كړي، ورځ په ورځ به دلته د مزدوركار او كاريګر لپاره د كار زمينه مساعده وي، پخوا به شوكاڼي د پروسس لپاره پاكستان ته تلل، خو اوس دا كار دلته كېږي.))

په ورته وخت کې بیا په ننګرهار کې د شوکاڼو د اتحاديې مسوول حاجي احمد ولي رسنیو ته وویل، د ننګرهار ټول سوداګر چمتو دي چې په صنعتي ښارګوټو کې بېلا بېلې فابریکې جوړې کړي.

نوموړی وایي، د فابریکو ځمکې دوی په خپله اخیستې خو که دولت ورته د بریښنا او امنیت ستونزه حل کړي، نو دوی کولای شي چې د بیلا بیلو توکو د پروسس تر څنګ په سلګونه بې کاره خلکو ته د کار زمینه برابره كړي: (( زموږ تجاران دې ته  اماده دي چې دا ملك صنعتي كړي، اما د دولت همكارۍ ته ضرورت دى، چې زمينه راته برابره كړي، تر اوسه موږ ته دولت ځمكه هم نه ده راكړې، دا ځمكې تجارانو خپله اخستي، څلور فابريكې دي، شپږ فابريكې چې ماشينونه يې رارسېدلي په دې پارك كې نوى كار پيلوي، دلته هره فابريكه په ابتدايي حالاتو كې له پنځوسو نه تر سلو كسانو پورې مزدورانو ته كار پيدا كوي.))

په ننګرهار کې د شوکاڼي د اتحادیې له لوري دا څلور فابریکې، د پروسس چارې په داسې حال کې پیلوي، چې د شنونکو په باور که چېرته حکومت د کانونو د غیر قانوني استخراج او قاچاق مخنیوی وکړي، نو شونې ده چې هیواد به په سیمه کې د شوکاڼو او ورته نورو توکو په تولید کې نوم ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA