اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د ميدان وردګو د پوليسو داكاډمۍ په موټرو د بريد غندلو ترڅنګ د دغه پېښې د جدي څېړلو خبر وركړى دى. جرائيه رئيس عبدالله عبدالله د ميدان وردګو د پوليسو داكاډمۍ په موټرو د بريد غندلو ترڅنګ د دغه پېښې د جدي څېړلو خبر وركړى دى.
تېره ورځ د پغمان ولسوالۍ د كلا حيدخان په سيمه كې له وردګو څخه كابل ته د پوليسو د ليږد په څو موټرو دوه ځانمرګي بريدونه وشول چې په پايله كې يې شاوخوا ديرش تنه ووژل شول او څلوېښت تنه نور ټپيان شول خو د مرګ ژوبلې شمېرې يې لا هم كره نه دي.
اجرائيه رئيس عبدالله ويلي افغان حکومت به دا پېښه په جدي توګه وڅېړي، د عاملينو د نيولو ترڅنګ به يې له هغو امنيتي مسؤلينو سره هم، چي د ناغېړۍ او غفلت په پايله كې يې دا پېښه رامنځته شوې هم قانوني چلند وكړي.
له دې وړاندې تېره ورځ جمهوررئيس هم كورنيو چارو وزارت ته د دغه پېښې د څيړلو امر كړى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ