د امريکا متحده ايالتونو چارواکو سوريه کې د خپلو پوځي اډو د جوړولو رپوټونه رد کړل. يو شمېر رسنيو داسې رپوټونه خپاره کړي وو، چې ګواکې امريکا به د سوريې په شمال حسکه ولايت کې دوو هوايي ډګرونو کې خپل نظامي مرکزونه جوړ کړي.
د امريکا متحده ايالتونو چارواکو سوريه کې د خپلو پوځي اډو د جوړولو رپوټونه رد کړل.
يو شمېر رسنيو داسې رپوټونه خپاره کړي وو، چې ګواکې امريکا به د سوريې په شمال حسکه ولايت کې دوو هوايي ډګرونو کې خپل نظامي مرکزونه جوړ کړي.
همدا راز کردي او بشارالاسد ته وفادارو ځواکونو ويلي دي، چې امريکا غواړي د سوريې په عين العرب سيمه کې هم يوه پوځي اډه جوړه کړي.
خو د پنټاګون وياند جف ډيويس خبريالانو ته وويل، چې دوى په اوس وخت کې په سوريه کې د کوم پوځي مرکز د جوړولو په هڅه کې نه دي.
نوموړي په ورته وخت کې تاييد کړه، چې پنځوس ځانګړي ځواکونه يې سوريې ته استولي، ترڅو ځايي وسله وال د القاعدې په ضد وروزي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ