ads

عراق كې د پروني ځانمرګي بريد تلفات ۶۰ تنو ته ورسېدل

په عراق کې د يكشنبې ورځې ځانمرګي بريد په نتيجه کې د وژل شويو کسانو شمېر ۶۰ تنو ته رسېدلى. د رپوټونو له مخې، په دغه ځانمرګي بريد کې، چې د بغداد په جنوب حله ښار کې د پوليسو پر يو نظامي مرکز ترسره شوى،۷۰ کسان ټپيان شوي هم دي. په عراق کې د يكشنبې […]

نویسنده: The Killid Group
17 کب 1394
عراق كې د پروني ځانمرګي بريد تلفات ۶۰ تنو ته ورسېدل

په عراق کې د يكشنبې ورځې ځانمرګي بريد په نتيجه کې د وژل شويو کسانو شمېر ۶۰ تنو ته رسېدلى. د رپوټونو له مخې، په دغه ځانمرګي بريد کې، چې د بغداد په جنوب حله ښار کې د پوليسو پر يو نظامي مرکز ترسره شوى،۷۰ کسان ټپيان شوي هم دي.

په عراق کې د يكشنبې ورځې ځانمرګي بريد په نتيجه کې د وژل شويو کسانو شمېر ۶۰ تنو ته رسېدلى.
د رپوټونو له مخې، په دغه ځانمرګي بريد کې، چې د بغداد په جنوب حله ښار کې د پوليسو پر يو نظامي مرکز ترسره شوى،۷۰ کسان ټپيان شوي هم دي.
په ياد بريد کې د پوليسو د نظامي مرکز شاوخوا کورونه او لسګونه موټر هم په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
په وژل شويو کې زياتره يې پوليس ښودل شوي دي.
چارواكي وايي، چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى.
امنيتي چارواکو په حله کې دا تر ټولو ستر بريد بللى دى.
د بريد مسووليت داعش وسله والې ډلې منلى او په کې يې د ګڼې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA