د هند په هریانه ايالت کې د جټ اقليت لاريون په تاوتريخوالي بدل شوى چې له كبله يې پوليسو سره په اخ و ډب كې اووه لاريون كوونكي وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
دغه اعتراضونه پرون پيل شوي، چې ور څخه وروسته په یاد ولایت کې امنیتي ادارو ګرځبندیز لګولی دی او تاو تریخوالي ته لمن وهونکو كسانو د ویشتلو امر یې کړی دی. د هند په هریانه ايالت کې د جټ اقليت لاريون په تاوتريخوالي بدل شوى چې له كبله يې پوليسو سره په اخ و ډب كې اووه لاريون كوونكي وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
دغه اعتراضونه پرون پيل شوي، چې ور څخه وروسته په یاد ولایت کې امنیتي ادارو ګرځبندیز لګولی دی او تاو تریخوالي ته لمن وهونکو كسانو د ویشتلو امر یې کړی دی.
اعتراض کوونکو اورګاډو، موټر سایکلونو، موټرو او هټيو ته اورونه اچولي دي.
دغه راز اعتراض کوونکو په سیمه کې د بي جى پي د یو ایالتي وزیر کور هم سوځولی دی او یاد ولایت ته ټولې تلونکې لویې لارې یی د ټرافیکو پر مخ تړلې دي.
اوضاع ته په پام سره ځایي چارواکو هم تر سبا دوشنبې ورځې پورې ټولې تعلیمي ادارې رخصت اعلان كړې دي.
د جاټ په نوم لږکېو مشران وايي، په دې حكومت كې يې حقونه تر پښو لاندې شوي او د ناريندرا مودي د حكومت لخوا بايد ورته په ادارو کې پوره ونډه ور کړل شي.