په خوست ولایت کې د ولسوالیو د کرکټ منتخبو لوبډلو تر منځ جوړې شوې سیالۍ د خوست مركز لوبډلې په بريا پای ته ورسیدې.
په یادو سیالیو کې د خوست مرکزي دوه لوبډلو په ګډون د دولسو ولسوالیو منتخبو لوبډلو ګډون کړی و، چې پای لوبې ته يې درې اوونۍ وروسته د اسمعلخېلو- مندوزيو او مرکزي لوبډلې ووتې. په خوست ولایت کې د ولسوالیو د کرکټ منتخبو لوبډلو تر منځ جوړې شوې سیالۍ د خوست مركز لوبډلې په بريا پای ته ورسیدې.
په یادو سیالیو کې د خوست مرکزي دوه لوبډلو په ګډون د دولسو ولسوالیو منتخبو لوبډلو ګډون کړی و، چې پای لوبې ته يې درې اوونۍ وروسته د اسمعلخېلو- مندوزيو او مرکزي لوبډلې ووتې.
د پايلوبې لومړى بیټنګ د مندوزیو لوبډلې وکړ، چې په شلو اورونو کې يې مقابلې لوبډلې ته د ۱۱۵ منډو هدف ورکړ، خو مركزي لوبډلې وركړل شوى هدف د ټولو اوورونو په لوبولو په اسانۍ پوره كړ.په خوست کې د کرکټ بورډ نماینده سیدعالم شاه وايي، د یادو سیالیو جوړولو هدف یې د ولسوالیو د کرکټ لوبغاړو استعدادونو معلومول او د دې ترڅنګ د ټولو ولسوالیو لوبغاړو ترمنځ د همغږۍ اصل ټينګول وو.
لوبغاړي هم له دې سیالیو ډير خوښ وو او وایي، د همدې سیالیو له لارې کولی شي، چې خپله وړتیا وښیي او دا ډول سیالۍ د ټولو لوبغاړو لپاره د لا تشویق یوه ښه زمینه ثابته شي.
دا مهال په خوست کې په معیار برابر دوه د کرکټ لوبغالي دي چې یو یې د دولت له لوري جوړیږي او بل هم شخصي دی، خو لوبې په همدې ميدان كې كېږي.