ټاكل شوې چې له دې وروسته د حكومتي ادارو كاركوونكي د بانكي خدماتو فيس هم دولت ته وركړي.
د ماليې وزارت وياند اجمل عبدالرحيمزى وايي، چې دغه طرحه د ماليې وزير له لوري د وزيرانو شورا ته وړانديز شوې وه او د وزيرانو شورا له لوري هم تاييد شوې ده چې بشپړ جزيات به يې وروسته وركړل شي: ((پر دې موضوع د افغانستان په كابينه كې بحث شوى، د ماليې وزير نظر دا و چې تر دې وروسته موږ څنګه وكړاى شو هغه مصرف چې د بودجې له لارې د معاشونو د اجرا په برخه كې موږ وركاوه، اوس پخپله له كارمندانو وګرځول شي، دا نوې طرحه ده، پر دې كار كوو، جزيات به يې وروسته وړاندې كړو، دا پيسې به د مامورينو له مياشتني معاش نه اخستل كېږي.)) ټاكل شوې چې له دې وروسته د حكومتي ادارو كاركوونكي د بانكي خدماتو فيس هم دولت ته وركړي.
د ماليې وزارت وياند اجمل عبدالرحيمزى وايي، چې دغه طرحه د ماليې وزير له لوري د وزيرانو شورا ته وړانديز شوې وه او د وزيرانو شورا له لوري هم تاييد شوې ده چې بشپړ جزيات به يې وروسته وركړل شي: ((پر دې موضوع د افغانستان په كابينه كې بحث شوى، د ماليې وزير نظر دا و چې تر دې وروسته موږ څنګه وكړاى شو هغه مصرف چې د بودجې له لارې د معاشونو د اجرا په برخه كې موږ وركاوه، اوس پخپله له كارمندانو وګرځول شي، دا نوې طرحه ده، پر دې كار كوو، جزيات به يې وروسته وړاندې كړو، دا پيسې به د مامورينو له مياشتني معاش نه اخستل كېږي.))
په داسې حال كې چې په تېرو كلونو كې د دولت ډېره برخه معاشونه له بانكي خدمتونو په استفادې كاركوونكو ته وركړل شوي او ماليه يې د ماليې وزارت وركړې له دې وروسته به دغه ماليه هم د كاركوونكو له معاشونو ګرځول كېږي.