ads

بې احتياطه ځوانانو، عينو مينه په ټرافيكي پېښو بدرنګه كړې

راپورونه وايي، په كندهار كې د سيل او مېلې مهم ځاى عينو مېنې ښارګوټى په دې وروستيو كې د ټرافيكي پېښو له پلوه په خطرناك ځاى بدل شوى دى.عينو مېنه د کندهار ښار ختيځ ته يو ښکلی ښارګوټی دی، چې هره جمعه ځوانان د مېلې او تفرېح لپاره ورځي، خو دغه تفرېح هغه وخت په […]

نویسنده: The Killid Group
28 مرغومی 1394
بې احتياطه ځوانانو، عينو مينه په ټرافيكي پېښو بدرنګه كړې

راپورونه وايي، په كندهار كې د سيل او مېلې مهم ځاى عينو مېنې ښارګوټى په دې وروستيو كې د ټرافيكي پېښو له پلوه په خطرناك ځاى بدل شوى دى.
عينو مېنه د کندهار ښار ختيځ ته يو ښکلی ښارګوټی دی، چې هره جمعه ځوانان د مېلې او تفرېح لپاره ورځي، خو دغه تفرېح هغه وخت په غم بدله شي، چې يوه ټرافيکي پېښه رامنځته شي.
ځايي خلك وايي، د دغه ښارګوټي پر پراخو واټونو ډېر ځله موټر په تېز سرعت چلول کيږي چې اكثره ترې ټرافيكي بوږنوونكې پېښې رازېږي. راپورونه وايي، په كندهار كې د سيل او مېلې مهم ځاى عينو مېنې ښارګوټى په دې وروستيو كې د ټرافيكي پېښو له پلوه په خطرناك ځاى بدل شوى دى.
عينو مېنه د کندهار ښار ختيځ ته يو ښکلی ښارګوټی دی، چې هره جمعه ځوانان د مېلې او تفرېح لپاره ورځي، خو دغه تفرېح هغه وخت په غم بدله شي، چې يوه ټرافيکي پېښه رامنځته شي.
ځايي خلك وايي، د دغه ښارګوټي پر پراخو واټونو ډېر ځله موټر په تېز سرعت چلول کيږي چې اكثره ترې ټرافيكي بوږنوونكې پېښې رازېږي.
دغلته ځايي خلك وايي، تېره جمعه د یوه موټر د چپه کیدو له امله یوه ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړ.
کندهار میشتي وايي، هلته هره جمعه ځوانان د موټرونو او موټرسیکلونو مسابقې کوي او ټرافيکي اصول نه مراعتيږي.
دوی له ټرافيكو او پوليسو غوښتنه لري، چې دغلته هره ورځ د يو نوي ماتم زېږوونكې پېښې كنټرول كړي.
بشير احمد د كندهار اوسېدونكى دى او وايي ګڼې داسې پېښې يې كتلې دي چې د ټرافيكي اصولو له نه مراعات كولو په وجه رامنځته شوې دي: (( غټ چوك كې ډېرې پېښې كېږي، ډېر كشران شپاړس كلن او پنځلس كلن هلكان راځي، دلته موټرسايكلونو باندې نخرې كوي، دا بايد پرې بند كړي، هلكانو ته بايد پرېنږدي چې موټرسايكل وچلوي.))
مطيع الله هم دغلته په لوى چوك كې د ټرافيكي پېښې يوه زړه بووږنوونكې صحنه ليدلې: (( دلته ابله ورځ يو موټر سايكل ټكر شوى و، يو نفر په كې ووژل شو، نو هيله مې دا ده چې موټرسايكل چلونه په  عينو مېنه كې بنده شي.))
د لويې ويالې اوسېدونكى نادر هم كله كله عينو مېنې ته د چكر لپاره ځي، دى هم د يوې سختې ټرافيكي پېښې شاهد دى: (( په دا لوى چوك كې يو ټكر وشو، په چپه لاس يې كراس كاوه، زرنج سره يې ټكر كړ، مخ يې تك ژيړ واوښت، همغه ځاى كې خلك پرې راټول شول، هره ورځ پنځه شپږ اووه ټكره خامخا په عينو مېنه غټ چوك كې كېږي.)) 
دغه ستونزه مو په کندهار کي د ترافیکو له مدیریت سره شریکه کړه. دوی هم دا مني چې په عینو مینه کې د ځوانانو د بي احتیاطۍ له امله  ډیرى ټرافیکي پیښې رامنځته کیږي.
د ترافیکو مدیر سمونوال محمد الله خان وايي، په وار وار يي ګرځنده ګزمې عینو مینې ته استولي، خو د ټرافیکو مدیريت له هر موټر سره ټرافيك نه شي كولاى.
نوموړي له والدینو وغوښتل چي خپل اولادونه له بې احتیاطۍ څخه را وګرځوي.
د کندهار ځيني اوسیدونکي په دې نظر دي چې ځوانان باید له ناسمو رقابتونو څخه سالمو رقابتونو ته مخه کړي تر څو هم يې ځانته ګټه رسولې وي او هم يي نورو ته.
دا په داسې حال كې ده چې د راپورونو له مخې له جنګ جګړو وروسته ټرافکي پیښو د ډيرو افغانانو ژوند اخيستی دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA