ads

د كوكنارو له كركيلې پاك خوست، د نشه يي توكو له قاچاقه رنځېږي

که څه هم د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ قومي مشران په دغه ولسوالۍ کې د نشه یې توکو له خرڅلاو او قاچاق څخه اندیښنه څرګندوي خو نن یې د یوې غونډې پرمهال ژمنه وکړه، چې د نشه یې توکو پر ضد به له دې وروسته مبارزه پیلوي.دوی چې شمېر یې لسګونو ته رسېده، دغه […]

نویسنده: The Killid Group
27 مرغومی 1394

که څه هم د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ قومي مشران په دغه ولسوالۍ کې د نشه یې توکو له خرڅلاو او قاچاق څخه اندیښنه څرګندوي خو نن یې د یوې غونډې پرمهال ژمنه وکړه، چې د نشه یې توکو پر ضد به له دې وروسته مبارزه پیلوي.
دوی چې شمېر یې لسګونو ته رسېده، دغه ژمنه یې د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې وکړه.
د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی او د ځدراڼو د شورا مشر محمد ګل ببرک زی وایي، د دغه ولسوالۍ په ځینو سیمو کې نشه یې توکي لا هم خرڅیږي. که څه هم د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ قومي مشران په دغه ولسوالۍ کې د نشه یې توکو له خرڅلاو او قاچاق څخه اندیښنه څرګندوي خو نن یې د یوې غونډې پرمهال ژمنه وکړه، چې د نشه یې توکو پر ضد به له دې وروسته مبارزه پیلوي.
دوی چې شمېر یې لسګونو ته رسېده، دغه ژمنه یې د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې وکړه.
د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی او د ځدراڼو د شورا مشر محمد ګل ببرک زی وایي، د دغه ولسوالۍ په ځینو سیمو کې نشه یې توکي لا هم خرڅیږي.
دی وایي، داسې خبرونه يې ترلاسه كړي چې په دغو نشه یې توکو زیاتره ځوانان او نظمي کسان  روږدي شوي دي.
ببرک زي د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ له امینتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې دغلته د نشه یې توکو  د خرڅوونکو پر وړاندې سخت چلند وکړې او پرینږدي، چې د سیمې ځوانان په دې بده بلا ککړ شي: ((موږ ته داسې دقیق راپورونه رسیدلي، چې د دغه ولسوالیو په زیاترو برخو کې نشه یې توکي خرڅېږي او ډېر کاروونکي یې ځوانان دي، يا هغه كسان دي چې په نظامي برخو کې دندې لري دوی یې له قاچاقیانو اخلې.))
په خوست کې د  نشه یې توکو پرضد د مبارزې ریاست چارواکې وایې، نه یوازې په نادرشاه کوټ بلکې په ټول ولایت کې د نشه یې توکو قاچاق او استعمال زیات شوی دی.
د دې ادارې ولايتي رئيس میران ګل تڼیوال وايي، په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې هم د نشه یې توکو خرڅلاو او قاچاق شته، خو په وينا يې د دغې ولسوالۍ قومي مشرانو او دولتي چارواکو ډاډ ورکړی، چې پر وړاندې به یې مبارزه کوي: ((په ټول خوست کې د نشه یې توکو کرکیله صفر ده، یوازې په نادرشاه کوټ کې نه بلکې د خوست په ټولو ولسوالیو کې د نشه یې توکو خرڅلاو او قاچاق ډېر شوی خو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ قومي مشرانو او قومندانانو سره تر لیدنې وروسته موږ ته دا ثابته شوه، چې دا خلک له نشه یې توکو سره مبارزه کوي.))
د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ چارواکو هم په دغه ولسوالۍ کې د  نشه یې توکو پر ضد د مبارزې ټینګار کوي.
د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ لپاره نوی ټاکل شوی ولسوال عبدالحی ځاځی وایي، د دوی امنیتي ځواکونه دومره وړتیا لري، چې د دغې ولسوالۍ په هره برخه کې د نشه یې توکو خرڅوونکي ونیسي او قانون  ته یې وسپاري.
دی وایې، یو شمېر کسان یې تثبیت کړي چې نشه یې توکي خرڅوي او ډېر ژر به یې ونيسي: ((زه فکر کوم، چې د ولسوالۍ په دننه کې کوم ډول نشه یې توکي نه خرڅیږي خو ځینې سیمې چې د ولسوالۍ په اطرافو کې دي او موږ یې په اړه معلومات کړي، هغه سیمه مو ثابتې کړې دي او راتلونکې اوونۍ پرې له امنيتي ځواکونو سره غونډه لرم، ډېر ژر به دغه کسان ونیول شي.))

بايد وويل شي، په خوست کې دا مهال د نشه یې توکو کرکیله صفر ده، خو قاچاق او استعمال یې ورځ تر بلې د ډېریدو په حال کې دى.
خوست ته د نشه يي توكو د نه كرل كېدو په وجه له تېرو نهو كلونو راهيسې د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزارت لخوا هر كال يو ميليون ډالر وركول كېږي چې دا بيا د بيا رغونې په پروژو لګول كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA