ads

د كندهار تاريخي اثار او ابدات د بې غورۍ ښكار

کندهار له تاريخي آثارو او لرغونو ځايونو څخه مالامال خاوره ګڼل كېږي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يې د ساتني لپاره هيڅ بودجه نه ده ځانګړې کړې.د كندهار د تاريخي آبداتو د ساتني او رغونې لپاره د بودجې نشتون د دې سبب شوى، چي په کندهار كې ځيني تاریخي ځايونه له منځه ولاړ شي.د […]

نویسنده: The Killid Group
23 مرغومی 1394
د كندهار تاريخي اثار او ابدات د بې غورۍ ښكار

کندهار له تاريخي آثارو او لرغونو ځايونو څخه مالامال خاوره ګڼل كېږي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يې د ساتني لپاره هيڅ بودجه نه ده ځانګړې کړې.
د كندهار د تاريخي آبداتو د ساتني او رغونې لپاره د بودجې نشتون د دې سبب شوى، چي په کندهار كې ځيني تاریخي ځايونه له منځه ولاړ شي.
د تېرو دوو کلونو په جريان كې د کندهار ځينو تاريخي آبدو ته سخت زيان واوښت، د احمدشاه بابا د کور څنګ ته تاريخي مسجد له بېخه وکښل شو، د نادر افشار د کلا ځينې برخې ورانې شوي او د نارنج ماڼۍ ډيرى برخې غصب شوي، حتى د ځايي خلكو د معلوماتو له مخې د دې ماڼۍ خاوره هم وړل شوې ده. کندهار له تاريخي آثارو او لرغونو ځايونو څخه مالامال خاوره ګڼل كېږي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يې د ساتني لپاره هيڅ بودجه نه ده ځانګړې کړې.
د كندهار د تاريخي آبداتو د ساتني او رغونې لپاره د بودجې نشتون د دې سبب شوى، چي په کندهار كې ځيني تاریخي ځايونه له منځه ولاړ شي.
د تېرو دوو کلونو په جريان كې د کندهار ځينو تاريخي آبدو ته سخت زيان واوښت، د احمدشاه بابا د کور څنګ ته تاريخي مسجد له بېخه وکښل شو، د نادر افشار د کلا ځينې برخې ورانې شوي او د نارنج ماڼۍ ډيرى برخې غصب شوي، حتى د ځايي خلكو د معلوماتو له مخې د دې ماڼۍ خاوره هم وړل شوې ده.
په کندهار كې د باچا خان علمي- څېړنيز مرکز مسوول او د کندهار پوهنتون استاد څیړندوی شیرشاه رشاد وايي، اوس مهال د کندهار تاریخي ابدات له سخت ګواښ سره مخامخ دي.
د ده په خبره دا تاريخي اثار او  ابدات نه يوازې د تخريب او نړېدو په حالت كې دي بلكې ځينې اثار له هېواده بهر قاچاقېږي هم خو د مخنيوي لپاره يې هېڅوك نشته: ((په رشتیا سره اوس مهال د کندهار تاریخي ابدات په بد حالت كې دي. دولت باید تر هرڅه مخكې د تاریخي ابداتو د قاچاق مخه ونیسي. اوس دا یوه لویه ستونزه ده.))
ځوان فرهنګپال جانان مومن تاريخي آبدات د يو هيواد هويت بولي او له همدې كبله پر اطلاعات و فرهنګ وزارت غږ كوي چې د تاريخي آبداتو په ساتنه او رغونه كې خپل اصلي مسووليت ادا کړي: (( دا چي تاریخي ابدات د یوه ملت هویت تثبیتوي نو دولت باید دې اړخ ته زیاته توجه وکړي. اوس مهال ډېر تاریخي اثار د نه پاملرنې په وجه لع منځه تللي او یا هم د له منځه تلو په حال كې دي.))
په دې اړه زيات د بې غورۍ له كبلا د ملامتۍ ګوته ځايي مسوولينو ته نيول كېږي، خو دوى وايي، د تاريخي ابداتو د ساتنې يا رغونې لپاره ورته هېڅ بودجه نه وركول كېږي او دا كار دوى له خپله جيبه ځكه نه شي كولى چې په وس يې پوره نه ده.
د كندهار د اطلاعات و فرهنګ رياست د تاريخي آبداتو مدير احمد قيس پيرعلي دا مني چې تاريخي اثارو ته پاملرنه نه ده شوې او له همدې وجې لوى ګواښونه ورته متوجه دي مګر دى وايي، نه يوازې د دې كار لپاره بودجه نشته بلكې خراب امنيتي وضعيت يې هم په دې برخه كې د فعاليت مخه نيولې ده: (( په رشتیا سره هم د کندهار ډېر تاریخي ابدات د ګواښ سره مخ دي؛ خو د بودجې کموالی، د امنیت نشتون او د خلكو د عامه پوهاوي کموالی زموږ اساسي ستونزې دي.))
په كندهار كې د تاريخي اثارو د نړېدو او قاچاق ستونزه هم يوازې لويه نه ده، بلكې په کندهار كې د ځينې مشاهيرو قبرونه هم ورک دي او ځينې د ورکېدو په حال كې دي. دا هم هغه موضوع ده، چي فرهنګپال يې مسووليت پر اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ور اچوي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست څه موده مخكې کليد راډيو ته ويلي وو، چي وزارت يې غواړي د استاد عبدالرؤف بېنوا مقبره له امريکا څخه کندهار ته را نقل کړي.
خو دا كار هم لا تر اوسه نه دى شوى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA