ads

ښځې د رهبرۍ د زده كړو پر لور

وږمه هغه نجلۍ ده چې د پروموټ يا د ښځو د مشرۍ د پراختيا په پروګرام يا د جوانه په نوم ښوونيز كورس كې يې ګډون كړى او له درې مياشتو وروسته له دغه پروګرام څخه  فارغه شوې ده.محمدمتين يونس د وږمې پلار دى او نوموړى د جوانه د ښوونيز كورس په اړه وايي، دغه […]

نویسنده: The Killid Group
21 مرغومی 1394
ښځې د رهبرۍ د زده كړو پر لور

وږمه هغه نجلۍ ده چې د پروموټ يا د ښځو د مشرۍ د پراختيا په پروګرام يا د جوانه په نوم ښوونيز كورس كې يې ګډون كړى او له درې مياشتو وروسته له دغه پروګرام څخه  فارغه شوې ده.
محمدمتين يونس د وږمې پلار دى او نوموړى د جوانه د ښوونيز كورس په اړه وايي، دغه پروګرام ډير ګټور او د ښځو د استعدادونو په لوړولو كې مهم رول لري.
يونس له ټولو كورنيو څخه غواړي چې خپلې لوڼې په ورته كورسونو كې شاملې كړي. وږمه هغه نجلۍ ده چې د پروموټ يا د ښځو د مشرۍ د پراختيا په پروګرام يا د جوانه په نوم ښوونيز كورس كې يې ګډون كړى او له درې مياشتو وروسته له دغه پروګرام څخه  فارغه شوې ده.
محمدمتين يونس د وږمې پلار دى او نوموړى د جوانه د ښوونيز كورس په اړه وايي، دغه پروګرام ډير ګټور او د ښځو د استعدادونو په لوړولو كې مهم رول لري.
يونس له ټولو كورنيو څخه غواړي چې خپلې لوڼې په ورته كورسونو كې شاملې كړي.
نوموړى وايي، وروسته له دې به يې لور د ژوند په ټولو چارو كې له ستونزو سره ښه مبارزه وكړى شي: (( لور مې په دې پروګرام كې ګډون وكړ، د رهبرۍ په برخه كې د ښځو د نقض په برخه كې يې لازمې زده كړې وكړې، مثبت تغيرات يې په ژوند كې راغلل، اطمينان لرم چې راتلونكى ژوند به يې ښه وي، له دې زده كړو وروسته يې پر ځان باور، جرئت ترلاسه كړل، ستونزې يې درك كړې، اوس باور لري چې هلې ځلې به يې د ښځو لپاره ګټورې ثابتې شي.))
په ورته وخت كې د هېواد لومړۍ ميرمن رولا غني هم دغه پروګرام ګټور ګڼي او وايي چې له دې پروګرام څخه فارغو شويو نجونو او ښځو ډير څه زده كړي دي.
نوموړې له دغه نجونو څخه غواړي چې خپلې ترلاسه كړې زده كړې او تجربې په ټولنه كې عملي كړي: (( سمه ده چې تاسې ټول مهارتونه زده كړل چې د نړۍ له حقيقتونو سره مخامخ شئ، خو ژر به متوجه شئ چې هېڅ د پيشبينۍ وړ حقيقت نه شته او معقوليت نه لري، تاسې به پوه شئ چې ستاسې زده كړې زياتې ارزښتمنې دي، په دې شرط چې پوه شئ څرنګه يې په ټولنه او خپل ژوند كې تطبيق كړئ.))
دغه راز د ښځو د چارو وزيرې دلبرنظري هم په خپلو خبرو كې د دغه پروژې ارزښت ته په اشارې سره وويل چې  د دې پروګرام لومړۍ شپږمياشتنۍ ارزونه به ډيره مثبته وي.
نوموړې وايي د ښځو چارو وزارت له دغه پروګرام څخه په كلكه څارنه كوي او په وينا يې ټول هغه دولتي او غيردولتي بنسټونه او ادارې چې د ښځو د استعدادونو په لوړولو كې  رول لري دوى همغږي كړي او په دې اړه به نورې هڅې هم وكړي.
په ورته وخت كې د دغه پروګرام څخه دوه تنه فارغو شويو نجونو له كليد سره په خبرو كې له ياد پروګرام څخه خوښي څرګنده كړه او زياته يې كړه چې دوى له دې درې مياشتني پروګرام څخه د ښځو د رهبرۍ، د ښځو د په ځان د بسيا كېدو او نور په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو كې ډير څه زده كړي دي.
پروموټ يا د رهبرۍ په برخه كې د ښځو د ظرفيت د لوړولو پروژه د امريكا له خوا د 216 ميليون ډالرو په لګښت د پنځو كلونو لپاره پرمخ وړل كيږي چې د ښځو د چارو وزارت په وينا په پنځو لويو ولايتونو كې به 75 پنځه اويا زره ښځو ته د رهبرۍ او نورو بېلابېلو برخو كې  لازمې زده كړې وركړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA