د افغان كركټ بورډ په كوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي كې ترسره شوې د كركټ څلورمه يو ورځنۍ لوبه كې زمبابوې، افغانستان ته په ۶۵ منډو ماتې وركړه.
د دې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د زمبابوې د كركټ ملي لوبډلې په ۴۹ اعشاريه ۱ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د ۲۲۷ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبډله ونه توانېده، چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او په ۴۵ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۱ منډې جوړې کړې. د افغان كركټ بورډ په كوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي كې ترسره شوې د كركټ څلورمه يو ورځنۍ لوبه كې زمبابوې، افغانستان ته په ۶۵ منډو ماتې وركړه.
د دې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د زمبابوې د كركټ ملي لوبډلې په ۴۹ اعشاريه ۱ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د ۲۲۷ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبډله ونه توانېده، چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او په ۴۵ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۱ منډې جوړې کړې.
د افغانستان او زمبابوې تر منځ د پنځو يو ورځنيو سياليو د لړۍ دوه لوبې افغانستان او دوه زمبابوې ګټلې دي.
سبا به د دواړو هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ پنځمه يو ورځنۍ لوبه ترسره شي.