ads

د فوټبال ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د جنوبي اسيا سياليو كې د دويم مقام له ترلاسه كولو وروسته نن سهار هېواد ته راستنه شوه او د باران له ورېدو سره سره يې هركلي ته سلګونه افغانان ورغلي وو.د جنوبي اسيا سياليو پايلوبه كې افغانستان له هنده ۲- ۱ ماتې وخوړه، خو تر پايلوبې وړاندې يې […]

نویسنده: The Killid Group
14 مرغومی 1394
د فوټبال ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د جنوبي اسيا سياليو كې د دويم مقام له ترلاسه كولو وروسته نن سهار هېواد ته راستنه شوه او د باران له ورېدو سره سره يې هركلي ته سلګونه افغانان ورغلي وو.
د جنوبي اسيا سياليو پايلوبه كې افغانستان له هنده ۲- ۱ ماتې وخوړه، خو تر پايلوبې وړاندې يې سريلانکا ته پنځه – صفر، بنګله دېش ته څلور – صفر، بوتان ته درې – صفر او مالديف ته د يو په مقابل كې په څلورو ګولونو ماتې وركړې وې. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د جنوبي اسيا سياليو كې د دويم مقام له ترلاسه كولو وروسته نن سهار هېواد ته راستنه شوه او د باران له ورېدو سره سره يې هركلي ته سلګونه افغانان ورغلي وو.
د جنوبي اسيا سياليو پايلوبه كې افغانستان له هنده ۲- ۱ ماتې وخوړه، خو تر پايلوبې وړاندې يې سريلانکا ته پنځه – صفر، بنګله دېش ته څلور – صفر، بوتان ته درې – صفر او مالديف ته د يو په مقابل كې په څلورو ګولونو ماتې وركړې وې.
جمهور رئيس محمد اشرف غني په يوه پيغام كې افغانانو ته د دغه مقام ګټلو مباركي وركړه.
نوموړي وويل، دم ګړۍ افغانستان د كيسو او داستانونو په اتلانو نه، بلكې په واقعي ډول د خيبر اماني او شهزاد محمدي په څېر اتلانو باندې وياړي.
افغان لوبډلې د جنوبي اسيا فوټبال سياليو كې ۱۷ ګولونه ووهل او ۳ يې ګولونه يې وخوړل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA