د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب د هند په ګريټر نويډا نړيوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان د نولس كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې نن په درېيمه يو ورځنۍ سيالۍ کې هم د زمبابوې ملي نولس کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.
افغان لوبډلې د سيالۍ په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د زمبابوې لوبډلې ته د ۱۹۶ منډو هدف ورکړ، خو د زمبابوې لوبډلې ورکړل شوى هدف ترلاسه نه کړاى شو او د سيالۍ په ۳۱ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۱ منډې جوړې او لوبه يې افغان ملي نولس کلنې لوبډلې ته وبايلله.
تر دې مخكې دوه نورې يو ورځنۍ لوبې هم د افغانستان د نولس كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې ګټلې وې.