ads

وړاندیز

د نوې ځوانۍ په کلونو کې مې همت وکړ چې د (کابل) مجلې د څو لسیزو ګڼې له یومخه ولولم. د اکثرو لیکنو مزه نه وه، خو ځینې ژباړې او لیکنې ډېرې عالي راښکاره شوې. د نوې ځوانۍ په کلونو کې مې همت وکړ چې د (کابل) مجلې د څو لسیزو ګڼې له یومخه ولولم. […]

نویسنده: The Killid Group
25 وږی 1394

د نوې ځوانۍ په کلونو کې مې همت وکړ چې د (کابل) مجلې د څو لسیزو ګڼې له یومخه ولولم. د اکثرو لیکنو مزه نه وه، خو ځینې ژباړې او لیکنې ډېرې عالي راښکاره شوې. د نوې ځوانۍ په کلونو کې مې همت وکړ چې د (کابل) مجلې د څو لسیزو ګڼې له یومخه ولولم. د اکثرو لیکنو مزه نه وه، خو ځینې ژباړې او لیکنې ډېرې عالي راښکاره شوې. ارواښاد عبدالوکیل صداقت د ۱۳۴۱کال په یوه ګڼه کې د عباس محمود العقاد یوه مقاله( څنګه قصه په لوستو ارزي؟) ژباړلې وه. له هغه وروسته ما د کیسو په باره کې په لسګونو او سلګونو مقالې او کتابونه ولوستل، خو دغه مقاله مې هېره نه شوه. ارواښاد صداقت د امریکایي لیکوال ریچاردز سامرز یوه لیکنه هم له عربي راژباړلې وه. په دې مقاله( یو مبتدي څنګه د کیسو ښه لیکوال کېدای شي؟) کې مې ولوستل چې (( لیکوالي په ډېرو لیکلو، په پرله پسې لیکلو او په هغو لیکلو چې خطاوې یې رغوې، ښه زده کېږي)).

د ۱۳۳۷کال په یوه ګڼه کې د طه حسین یوه لیکنه خپره شوې وه چې ګومان کوم(ثقافت) نومېده او ژباړن یې سلیمان لایق و. د شلمې پېړۍ لوی مصري لیکوال طه حسین د باکلتوره کس په باره کې لیکلي وو چې(( زما په عقیده یوازې د لوړو درجو او شهادتنامو اخستل له ځوانانو څخه مثقف سړي نه شي جوړولای، تر څو پورې چې دا ځوانان د نابلدي هغه شعور چې د نورو هېوادونو او نورو قرنو له خلکو سره یې لري، له ځان څخه ورک نه کړي)). ما چې په ژوند کې د باکلتوره انسان په پېژندنه کې یوه ډېره د کار خبره لوستې ده، همدا ده. نالوستي خو په ځای پرېږده، زموږ په لوستو کې هم د داسې کسانو کمی نشته چې د نورو توکمونو، نورو نظرونو او نورو کلتورونو خلک به ورته کم عقل، بد او پرېوتي ښکاري. زما په خیال که څوک د رحمان بابا په دې خبره کې شک کوي، پکار ده چې په مهذبوالي کې یې شک وکړو:
واړه د خپل ځان په نظر ګوره که دانا یې
اې عبدالرحمانه جهان ټول عبدالرحمن دی
د کابل مجلې د ۱۳۳۸کال په یوه ګڼه کې مې د داستایوسکي په باره کې د سعدالدین شپون یوه مقاله( ګومان کوم ژباړه نه وه) دومره خوښه شوه چې په یوه کتابچه کې مې د هغې لویه برخه رانقل کړه. په دې مقاله کې د دنیا د لوی ناول لیکونکي، داستایوسکي، یوه خاطره هم راغلې ده چې هر هغه څوک یې شاید ډېر په خوند ولولي چې تازه تازه یې لیکوالي پیل کړې وي او په اضطراب کې اوسي. داستایوسکي د خپل لومړي اثر( غریب وګړي) له لیکلو دېرش کاله وروسته لیکلي دي: (( له هغې ورځې دېرش کاله تېرېږي خو زما په زړه کې لکه د سحر ګل تانده او تازه ده. زه په پطرزبورګ کې وزګار او بې هدفه ګرځېدم. یو کال دمخه مې د خپل لومړني اثر په لیکلو پیل کړی و. د اثر نوم مې( غریب وګړي) کېښود. د می په میاشت کې مې خلاص کړ. خو هیڅ نه پوهېدم چې چاته یې یوسم او په چا یې چاپ کړم. په مطبوعاتي نړۍ کې مې چپ له ګریګارویچه بل څوک نه پېژانده.
ګریګارویچ د نکراسوف[د روسیې د نولسمې پېړۍ یو لوی شاعر او لیکوال] په اپارتمان کې اوسېده. ده ماته وویل چې خپله لیکنه راوړه، نکراسوف ته یې ورکړه… چې له نکراسوف سره مې روغبر وکړ، ځان راته بد ښکاره شو چې مقاله مې تر تخرګ نیولې ده، هر چېرته یې ګرځوم. نومې مقاله ورکړه او ژر، بې له خبرو، ترې راووتم ځکه احساس مې کاوه چې زما لیکنه د خپرېدو وړ نه ده او هسې به د روسي لیکوالو خندنی شم… د شپې څلور بجې کور ته ننوتم( شپه مې بېداره د ښار په کوڅو کې تېره کړه)…که ګورم چا ور وټکاوه. حیران شوم چې په دې وخت کې به څوک وي. چې ورغلم نکراسوف او ګریګارویچ وو. زه یې بې مقدمې په غېږ کې ونیولم. دوی وویل چې موږ ستا ګرده کیسه دا دی تر اوسه پورې ویله او له ډېره شوقه دا دی نیمه شپه کورته درغلو.
نیم ساعت سره ښه خواږه ګډ وو. د تګ په وخت کې نکراسوف په اوږو دواړه لاسونه راکېښودل، ویې ویل: ستا کیسه به بلینسکي[د نولسمې پېړۍ لوی کره کتونکی] ته هم ورکړو…اوس ویده شه. خو زه چېرته ویده کېدی شوای. تر هر شي مهم هغه احساسات وو چې دوی پکې ډوب کړی وم…
چې زه ورغلم، بلینسکي راباندې چیغه کړه: ته پوهېږې تا څه لیکلي دي؟… تا د روح څېره کښلې ده…چې ترې راووتم، د باندې مې اسمان ته وکتل. رڼا ورځې ته ځیر شوم او ځان راته یو عجب غوندې حالت کې ښکاره شو. ایا زه په رشتیا ستر سړی وم؟
… زما د ژوند تر ګردو خوشحاله ګړۍ همدا وه… پرون وروسته له دېرشو کلونو ناروغ نکراسوف ته ورغلم او دا کیسه مې ور په یاد کړه)).
زما وړاندیز دا دی چې یو باذوقه او دقیق لوستونکی که د کابل مجلې د لسګونو کلونو په کلکسیونونو کې د یوه کتاب په اندازه مقالې انتخاب کړي، دا به ډېر ګټور کتاب وي او لوستونکي به یې په خوند ولولي. دغسې غورچاڼ به د تېرو کهولونو د نثر له متنوع سبکونو سره د بلدتیا یو ښه فرصت راوبښي او ورسره به د ځینو حقدارو کسانو قدرداني شوې وي. د ارواښاد صداقت هیڅ کتاب نه دی چاپ شوی، حال دا چې د هغه لیکنې او ژباړنې تر ډېرو هغو کسانو، هم د سبک او هم د محتوا په لحاظ، ارزښتناکې دي چې د کتابونو څښتنان راښکاري. دغه راز د وږمې، ادب، لمر او ځینو نورو مجلو د مقالو د منتخباتو برابرول او چاپول به د لوستونکو نوی کهول د تېرو کهولونو د ذوق، تجربو او هڅو په کامیابو بېلګو کې په اسانۍ سره شریک کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA