ads

د كابليانو ژوند ككړ چاپيريال ګواښي

د غبرګولي یا جوزا د میاشتې پنځلسمه برابره ده د چاپیریال ساتنې له نړیوالې ورځې سره،  خو په افغانستان کې یوه له لویو او اساسي ستونزو څخه همدا د نامناسب چاپیریال ستونزه ده ،چې هر کال په هیواد کې د ککړ چاپیریال له کبله د بیلابیلو ناروغیو د رامنځ ته کیدو له كبله په زرګونو […]

نویسنده: The Killid Group
13 غبرګولی 1394
د كابليانو ژوند ككړ چاپيريال ګواښي

د غبرګولي یا جوزا د میاشتې پنځلسمه برابره ده د چاپیریال ساتنې له نړیوالې ورځې سره،  خو په افغانستان کې یوه له لویو او اساسي ستونزو څخه همدا د نامناسب چاپیریال ستونزه ده ،چې هر کال په هیواد کې د ککړ چاپیریال له کبله د بیلابیلو ناروغیو د رامنځ ته کیدو له كبله په زرګونو افغانان په تیره

 

 

د غبرګولي یا جوزا د میاشتې پنځلسمه برابره ده د چاپیریال ساتنې له نړیوالې ورځې سره،  خو په افغانستان کې یوه له لویو او اساسي ستونزو څخه همدا د نامناسب چاپیریال ستونزه ده ،چې هر کال په هیواد کې د ککړ چاپیریال له کبله د بیلابیلو ناروغیو د رامنځ ته کیدو له كبله په زرګونو افغانان په تیره بیا ښځې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي .

په هیواد کې د چاپیریال ساتنې د ادارې د چارواکو په وینا، هرکال یوازې په کابل ښار کې د درې زرو په شاوخوا کې کابل ښاریان د ککړ چاپیریال له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ننۍ پيړۍ او اوسني عصر لويه ستونزه محيطي ستونزې جوړوي. د چاپيريال ككړتيا اوسني نسل ته لوى ګواښ متوجه كړى دى. پوهانو ته ثابته شوې ده، چې د چاپيريال ساتنې په برخه كې څيړنې نظر نورو ټولو څيړنو ته ستونزمنې، مهمې ، د بيلابيلو برخو لرونكې او ضروري دي. چاپيريال ساتنه او د طبيعي توازن حفظ هم د بشريت او هم د ټولو نورو ژونديو موجوداتو ( ونو ، بوټو، ژويو) لپاره حياتي ارزښت لري.

د چاپېريال ساتنې ادارې د د چارواکو په وینا، كومې ستونزې يې چې د چاپېريال له ككړتيا څخه درلودې لا هم پر خپل ځاى دی.

دغو چارواکي وايي د چاپېريال په ساتنه كې ټولې ادارې او وګړي مسووليت لري، خو د كورنيو چارو وزارت، كابل ښاروالي او يو شمېر نورې ادارې خپل مسووليتونه په ښه ډول ترسره كوي او ځينې نورې ادارې بيا هغه ډول چې ښايي همكاري نه كوي.

كه چېرې د افغانستان په كچه د يوه لوى او سترمثال په توګه له كابل ښاره يادونه وكړو، ليدل كېږي، چې نه یوازې په زرهاوو نقليه وسيلې په ورځنۍ كچه په ټنونو زهري ګازات فضا ته استوي، بلكې وړې او غټې كارخانې، داشونه د خښتو بټۍ ، بدرفتونه اود كاناليزاسيون نه موجوديت هم د چاپيريال په ككړولو كې خورا زياته ونډه لري.

دا ټول هغه څه دي ، چې د ښار هوا یې له صحي اړخه زیانمنه کړې ، چې په تنفس کولو سره یې وګړي په بیلابیلو تنفسي ، قلبي ، دماغي او حتی سرطاني ناروغیو اخته کیږي.

د افغانستان ښكلى چاپيريال، چې پخوا يې د توريزم له نظره د زياتو نړيوالو سيلانيانو پاملرنه ځانته را اړولې وه او له دې لارې هيواد ته ډير عايدات تر لاسه كيدل، اوس يې د چاپيريال د تخريب او ويجاړيدنې او دامنيت د ناډاډمن حالت په صورت كې دا ارزښت او اهميت په بشپړه توګه له لاسه وركړى دى.

ښارونو ته د خلكو د زيات بهير د راماتيدو، داستو ګنې لپاره دمناسبو كورونو كمښت او دښاروالۍ دخدمتونو نشتوالى، په ښارونو كې د خلكو ګڼه ګوڼه او تر څنګ يې د نقليه وسايطو د زياتوالي له امله د هوا او اوبو د ككړتيا او داسې نورو بې شميره ستونزو په خپل ځاى د ژوند چاپيريال له ډير ناوړه حالت سره مخامخ كړى دى.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA