ads

اناګاولدا څه ډول لیکل کوي؟

انا ګاولدا هغه فرانسوي لیکواله ده چې د هر نوي کتاب له لیکلو سره دا احساس کوي چې ګنې د لومړي ځل لپاره لیکوالي تجربه کوي. انا ګاولدا په ۱۹۷۰ میلادي کال په پاریس زېږېدلې، مور او پلار يې له هغو اصیلو پاريسيانو څخه وو چې د خپلو نیکونو په پله روان او پر ورېښمو […]

نویسنده: The Killid Group
12 وری 1394
اناګاولدا څه ډول لیکل کوي؟

انا ګاولدا هغه فرانسوي لیکواله ده چې د هر نوي کتاب له لیکلو سره دا احساس کوي چې ګنې د لومړي ځل لپاره لیکوالي تجربه کوي. انا ګاولدا په ۱۹۷۰ میلادي کال په پاریس زېږېدلې، مور او پلار يې له هغو اصیلو پاريسيانو څخه وو چې د خپلو نیکونو په پله روان او پر ورېښمو يې نقاشي کوله.

انا ګاولدا هغه فرانسوي لیکواله ده چې د هر نوي کتاب له لیکلو سره دا احساس کوي چې ګنې د لومړي ځل لپاره لیکوالي تجربه کوي. انا ګاولدا په ۱۹۷۰ میلادي کال په پاریس زېږېدلې، مور او پلار يې له هغو اصیلو پاريسيانو څخه وو چې د خپلو نیکونو په پله روان او پر ورېښمو يې نقاشي کوله.

انا چې ښځو ته ډېره محبوبه لیکواله ده، د ماشومتوب دوره يې له خپلو درې خویندو او وروڼو سره په یو ډېر ارام چاپیریال کې تېره کړه. همدا چې ۱۴ کلنه شوه، پلار او مور يې سره بیل او نور ودونه وکړل. دوی د خپلو تریندو لاس ته کېناستل. خو پلار او مور هره میاشت يو څه پیسې ورته لېږلې.

انا د خپلې هغې ترور کره اوسېدله چې ۱۳ بچي يې لرل. نوموړې مخکې له دې چې د زده کړو لپاره سوربن ته لاړه شي، ډېرې خوارۍ مزدورۍ يې وکړې. یو وخت پېش خدمته وه، بیا يې دوکاندارۍ ته مخه کړه او یو وخت هم د ګل پلورلو په یو مرکز کې کارګره وه. انا وايي چې د دې کارونو په ترسره کولو سره ځکه د ناراحتۍ احساس نه کوي چې په داستان لیکلو کې ورسره ډېره مرسته کړې ده. نوموړې وايي:((ژوند کول مې د ګلفروشۍ په دوکان کې د کار په وخت زده کړل. د ګلونو وړې غونچې د ښځو او مېړنو لپاره او غټې غونچې د معشوقو لپاره.))

انا ۲۹ کلنه وه چې د کیسو لومړۍ ټولګه يې(خوښېدل مې چې یو ځای څوک راته منتظر وي) چاپ شوه. دې ټولګې له یوه میاشت څخه په کمه موده کې د ښار په مرکز کې ټولې کتابخانې تسخير کړې او په یوه اوونۍ کې ۲۰۰ زره ټوکه خرڅه شوه. د کتاب خپروونکی ډېر ژر د کتاب جیبي بڼه چاپ کړه او ګڼ نور کتاب خپروونکو د انا د نورو اثارو د چاپولو لپاره د هغې د کور ور وټکاوه. په بهر کې د انا دغه کتاب په ۱۹ ژبو وژباړل شوه او د ارتي ال-۱لیر ۲۰۰۰ جایزه يې خپله کړه.

دلته چې څه لولئ، د ماري فرانس ورځپاڼې د مرکې له مخې برابر شوي چې انا په کې د خپلې لیکوالۍ طریقه  بیانوي: لیکل مې هغه وخت پیل کړل چې بچیان مې ډېر واړه وو. هغه وخت مې له همدې کبله ډېر ځله د شپې لیکل کول. خو داستان ټوله ورځ زما په ذهن کې اوښته را اوښته. همدغه وخت کې زه د خپلو داستانونو له اتلانو سره غږېږم او د شپې له رادبره کېدو سره د دې خبرو اترو پایله پر کاغذ انځوروم. اوس چې بچیان مې غټ شوي او ډېر وخت لرم، د سهار له مخې هم لیکل کوم. اوس اوس پوهه شوې یم چې د ورځې په اوږدو کې لیکل څومره خوند لري. کار ډېر په بېړه مخته ځي او کلمې يو په بل پسې راځغلي.  اوس د کاغذ په مخ لیکل راته سخت دي، خوښېږي مې چې خپل داستان په کمپیوټر کې ولیکم. ځکه بیا سمول يې ډېر وخت او کړاو نه غواړي.

زه د سفنج غوندې یم، هر څه جذبوم، چې پر هر کتاب برابره شم، حتما يې لولم. په تېره هغه لیکوال ډېر لولم چې زما د علاقې وړ دي، لکه جان شتاین بک، رومن ګاري، ګي دو مو پاسان، شکسپير او هاروکي موراکامي، مارتین ایمیس، جیم هریسون او نور.

ځيني پوښتي چې ولې زما د داستانونو اتلان مغموم خلک دي، مغموم ځکه دي چې زما د شاوخوا چاپیریال خلک دي. هره ورځ یې له ځینو سره مخ کېږم، ورته ګورم، پوښتنه ترې کوم چې سهار څه وخت له خوبه رالټېږي، د خپل ژوند لپاره څه کوي او څه يې خوښېږي؟ یو ځل بیا یې له سره څېرو، لاسونو او حتی د جرابونو رنګونو ته ځير کېږم، ساعتونه نه، بلکې کلونه پرې فکر کوم، بیا د هغوی په اړه فکر کوم او بیا یوه ورځ هڅه کوم چې د هغوی په باره کې څه ولیکم. خو دا فکر هم راسره دی چې یوه لاره خامخا شته چې د ترخو واقعیاتو په اړه باید په ارامۍ وغږېږو.

تر هرڅه زیات، دغه اتلان؛ زما دوستان دي. داسې وګڼئ چې هر کتاب مې له دوستانو سره د ناستې ماجرا ده. کله چې د دغه دوست په اړه لیکل پای ته ورسېږي، یو ډول خپله هم خوابدې کېږم، ته وا نورو نو له هغه دوست سره نه همکلامه کېږم او دا بیا هغه څه دي چې ما ډېره ناراحته کوي.

زما لوستونکې هماغه ښځه ده چې خاوند يې تر کار وروسته کور ته راځي او لا هم د ښځینه عطرو بوی يې له دريشۍ رالټېږي. ښځه خواره مجبوره ده چې د خپلو بچیانو په خاطر هغه پر شونډو د موسکا پر څپه ونازوي. ښايي دغه احمقانه دردناک حس یو وخت موږ هم تر ګريوانه راونيسي او څومره ښه چې يوه ښځه وویني چې هغه یوازې نه ده، زه ځان د خیانت د ورځو ملګرې ګڼم.

کله چې لیکل نه کوم، چندانې ښه احساس هم نه لرم، خو کله چې لیکل پیل کړم، له خوشالۍ په جامو کې نه ځاييږم. دا دوې کلمې چې لږ منفي قید ورپورې نښتی، هرڅه سره متفاوته کوي.

د هر نوي کتاب له لیکلو سره دا احساس کوم چې ګنې د لومړي ځل لپاره لیکوالي تجربه کوم.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA