ads

په زړه بینا نابینا

(( یو ستر ارمان مې دا دی چې په راتلونكې کې د نابینایانو د خدمت مصدر وګرځم او کومه ټکنالوژي چې زما زده ده، هغه نورو معلولینو او نابینایانو ته هم ور زده کړم.)) (( یو ستر ارمان مې دا دی چې په راتلونكې کې د نابینایانو د خدمت مصدر وګرځم او کومه ټکنالوژي چې […]

نویسنده: The Killid Group
5 وری 1394
په زړه بینا نابینا

(( یو ستر ارمان مې دا دی چې په راتلونكې کې د نابینایانو د خدمت مصدر وګرځم او کومه ټکنالوژي چې زما زده ده، هغه نورو معلولینو او نابینایانو ته هم ور زده کړم.))

(( یو ستر ارمان مې دا دی چې په راتلونكې کې د نابینایانو د خدمت مصدر وګرځم او کومه ټکنالوژي چې زما زده ده، هغه نورو معلولینو او نابینایانو ته هم ور زده کړم.))

دا د یوه داسې چا د زړه ارمان دی چې د عمر ۲۵ پسرلي یې تیر شوي، خو لا يې د يوه  پسرلي رنګيني هم په خپلو سترګو نه دي ليدلې. دا ستر انسان احسان الله صمیم نومېږي چې د پیدایښت له ورځې د دواړو سترګو له نوره بې برخې دى او دا مهال په ننګرهار کې ژوند کوي. د صميم د كورنۍ بې كسۍ ته ګوره چې د صميم په څېر په كې درې نور وروڼه او يوه خور هم په تياره سترګو د ژوند شپې ورځې اړوي، د دوى لپاره د دې دنيا د شپې او ورځې حساب په هېڅ حساب دى، ځكه دوى چې نړۍ ته راغلي؛ نو له اوله تر پايه يې يوازې تياره ليدلې، خو د خوشبختۍ ځاى دا دى چې د تعليم د رڼا لاره يې د كورنۍ  له يوه غړي هم نه ده پاتې.

په دې كور كې ټول كسان په ظاهره پر سترګو ړانده، خو د باطن نړۍ يې پاكه، روښانه او صفا ځلېدونكې…. په دې كور كې صميم همدا اوس لګيا دى له دولسم ټولګي تر فراغت وروسته د انګليسي ژبې تر څنګ پرمختللي كمپيوټري پروګرامونه زده كوي.

نوموړی د نورو معيوبينو په څېر له خپله ژونده ستړى نه دى، بلكې وايي هر څه چې قسمت ور رسولي، پر هغې د اعتراض پر ځاى د خپل همت لمن نيسي او له ژونده هم د همدې همت په زور تر ډېره راضي دى:(( زه له خپل ژونده راضي یم، که نابینا یم نو په دې معنی نه ده چې ناامیده واوسم، ما چې له خدای تعالی څه غوښتي، راته راکړي يې دي او امید لرم چې پاتې ارمانونه به مې هم خداى يوه ورځ پوره كړي.))

احسان الله صميم په تازه ځوانۍ كې د خپلې ترور له لور سره واده كړى او دا مهال د څلورو بچيانو پلار هم دى، خو د واده كيسه يې هم جالبه ده:(( زموږ په ټولنه كې څوك معيوب سړي ته خور او لور نه وركوي، خو زما مور او پلار چې زما په مركه تللي وو؛ نو نجلۍ په خپله خوښه او رضا له ما سره واده ته غاړه ايښې وه، زه اوس فكر كوم چې د دنيا تر ټولو خوشبخته سړى يوازې زه يم، ځكه مېرمن مې د زړه سترګې روښانه ساتلې.))

صميم وايي، خپلې بې كارۍ ته هم نه ځورېږي، ځكه په ځان كې ګڼ هنرونه او استعدادونه لري او د همدې وړتياو په مټ يې دوه كاله په سارف موسسه كې رسمي دنده ترسره كړه، اوس يو څه وخت كېږي چې وزګار دى، خو وايي، د روغو انسانانو په څېر د هر دفتري كار د ترسره كولو وړتيا لري:(( زما يوازنۍ ګيله دا ده چې اكثره ادارو كې رانه خلك په واسطو مخكې شوي، كه نه زه روغو انسانانو ته په لياقت كې تن نه ږدم، څه چې زما زده دي د ډېرو نه دي زده. زما هيله ده چې واسطه بازۍ كمې او په لياقت باندې د مامورينو ګمارنه دود شي.))

صميم د معيوبينو د كار لپاره جوړو شويو ادارو باندې غږ كوي چې په خپلو كاري پروګرامونو كې معلولينو او معيوبينو ته تر ډېره د كار چانس وركړي، نه دا چې اداره د معيوبينو لپاره وي او كار په كې روغ انسانان د واسطې په زور پيدا كوي:((ټول هغه دفترونه چې د معلولینو په برخه کې کار کوي، باید تر ډېره همدې معلولینو ته په خپله اداره کې کار ورکړي. ډېر معلولین ښه ښه استعدادونه لري، د کار ښه وړتیا لري؛ نو که دوی ته کاري زمینه برابره شي دا به نورو معلولینو ته هم یو ښه پیغام وي، د هغو همت به هم ورسره لوړ شي.))

احسان الله صمیم چې دا مهال په ننګرهار کې د معلولینو د اتحادیې غړی هم دی، له نورو معلولینو یې غوښتنه ده چې تر خپلې وسې پورې د زده کړې لار پرې نږدي، ځكه دى وايي چې تعليم د هرې تيارې پر وړاندې د رڼا لار انسان ته ورښيي او دا بايد د هر انسان د ژوند ګاڼه وي.

صميم په افغانستان کې روانې جګړې ته ډېر خواشینی دی وايي، تر ټولو ستر ارمان يې دا دى چې د خپلې ځوانۍ په عمر د سولې د راتلو زېرى واوري:(( د وحشتونو كيسې مې چې اورېدلي نو وايم ښه دى چې ړوند يم او څه مې ليدلي نه دي، تر اوسه مې همدا تر ټولو ستر ارمان دى چې افغانان په يو ټغر سره راټول شي، سوله او امن راشي، جنګ ورك شي او بېرته تاوده اخترونه راوګرځي.))

صميم وايي، نور افغانان بايد له ده زده كړي چې د اعضاو محروميت د انسان د پرمختګ مخه نه شي نيولى، بلكې انسان چې وغواړي؛ نو هر ناممكن كار ځان ته اسانولی شي.

دى پر خپلو افغانانو غږ كوي چې راپاڅي او په يوه قوي اراده د خاورې د بيا ابادۍ لپاره كار وكړي او هغه افغانستان چې دى به يې تر اخره ونه ګوري، ګل او ګلزار وګرځوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA