ads

“د پرمختګ لپاره صداقت حتمي دى”

كه څه هم د نړۍ په زياتو هېوادونو كې ښځې او نارينه دواړه د پلورونكي دنده پرمخ وړي، خو زموږ په هېواد كې پخوا تر دې د ځينو دوديزو او ټولنيزو ستونزو له كبله يوازې نارينه په دې كار بوخت وو، په دې وروستيو كلونو كې ښځو دې دندې ته مخه كړې او ډېرې بريالۍ […]

نویسنده: The Killid Group
18 کب 1393
“د پرمختګ لپاره صداقت حتمي دى”

كه څه هم د نړۍ په زياتو هېوادونو كې ښځې او نارينه دواړه د پلورونكي دنده پرمخ وړي، خو زموږ په هېواد كې پخوا تر دې د ځينو دوديزو او ټولنيزو ستونزو له كبله يوازې نارينه په دې كار بوخت وو، په دې وروستيو كلونو كې ښځو دې دندې ته مخه كړې او ډېرې بريالۍ هم دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره ښځې لا زياتې دې دندې ته لېوالتيا ښيي.

كه څه هم د نړۍ په زياتو هېوادونو كې ښځې او نارينه دواړه د پلورونكي دنده پرمخ وړي، خو زموږ په هېواد كې پخوا تر دې د ځينو دوديزو او ټولنيزو ستونزو له كبله يوازې نارينه په دې كار بوخت وو، په دې وروستيو كلونو كې ښځو دې دندې ته مخه كړې او ډېرې بريالۍ هم دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره ښځې لا زياتې دې دندې ته لېوالتيا ښيي.

د دې كار ښېګڼه په دې كې ده چې يو شمېر ښځې د ځينو محدوديتونو له كبله نشي كولاى چې جامې يا د اړتيا وړ شيان له نارينه پلورونكو څخه واخلي، خو د ښځينه پلورونكو تر څنګ ځان آرامه احساسوي او له بلې خوا د پلورونكې په توګه د ښځو فعاليت د اقتصادي فعاليت د ښه والي، په ټولنه كې د هغوى د حضور او پرځان بساينې څرګندويي كوي.

مريم هم د دې فعاله نجونو له ډلې څخه ده چې د لوړو زده كړو ترڅنګ د كابل ښار د كارته سه په يوه ماركېټ كې د ښځينه جامو پلورنځى لري.

هغه د كار ترڅنګ د ابن سينا په خصوصي پوهنتون كې د اقتصاد د برخې د دويم كال محصله هم ده او دا چې خپلو ورځنيو چارو ته يې څنګه پروګرام جوړ كړى؛ په اړه يې داسې وايي: ((د سهار له نهو بجو د مازديګر تر څلورو بجو پورې په پلورنځي كې په كار بوخته يم او وروسته له هغې د ماښام تر اوو بجو پورې مې خپلې زده كړې كوم.))

مريم په اقتصادي چارو كې د ښځو بوختيا ډېره ګټوره ګڼي او وايي، په ټولنه كې په كار كولو سره ښځې ځانته يو ځانګړى شخصيت جوړوي او خلكو ته هم د خدمت سبب ګرځي.

د نوموړې په وينا، پلار يې ناروغ او په بستر كې پروت دى او دا تر خپلو خويندو او وروڼو مشره ده، نو له همدې كبله يې د خپلې كورنۍ د اقتصادي ملاتړ لپاره كار كولو ته ملا تړلې.

مريم زياتوي، كه چېرې د خرڅلاو بازار ښه وي، نو په مياشت كې تر اته زره افغانيو پورې ګټي.

هغه له خپل كاري چاپېريال څخه ډېره خوشاله ده او وايي، پېرېدونكي يې ښځې او نارينه دواړه دي او تر ډېره ايراني جنس خوښوي.

د مريم په خبره، د ډېرى ماركېټونو خاوندان د خپلو پلورنځايونو لپاره ښځينه پلورونكو ته ترجېح وركوي، ځكه په دې باور دي چې ښځې له يوې خوا د پلورنځي په ډيزاين او تنظيمولو كې ښه سليقه لري، هم يې له خلكو سره ټولنيزې اړيكې ښې وي او هم په صداقت سره كار كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA