ads

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر قطر ته تللى

له وسله والو طالبانو سره د سولې د پروسې د روانو هلو ځلو په ترڅ کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د قطر پايتخت دوحې ته تللى دى. له وسله والو طالبانو سره د سولې د پروسې د روانو هلو ځلو په ترڅ کې د […]

نویسنده: The Killid Group
5 کب 1393
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر قطر ته تللى

له وسله والو طالبانو سره د سولې د پروسې د روانو هلو ځلو په ترڅ کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د قطر پايتخت دوحې ته تللى دى.

له وسله والو طالبانو سره د سولې د پروسې د روانو هلو ځلو په ترڅ کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د قطر پايتخت دوحې ته تللى دى.

د قطر دولتي خبري اژانس نن خبر ورکړى، چې اتمر تېره شپه له لومړي وزير او د کورنيو چارو وزير شيخ عبدالله بن ناصر بن خليفه آل ثاني سره وليدل.

سرچينې ويلي، چې حنيف اتمر له لومړي وزير سره پر دوه اړخيزو اړيکو او په بېلابېلو برخو کې د دغو اړيکو پر پياوړتيا خبرې کړې دي.

د قطر دولتي خبري اژانس د دې ليدنې په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

نوموړى په داسې حال کې قطر ته تللى، چې تېره اونۍ غربي رسنيو په دغه هېواد کې د سولې په اړه د پيلېدونكو مذاكراتو خبر وركړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA