ads

راشئ چې لږ کېنو د اجمل سره

خوست ادبي بهیر د ارواښاد اجمل خټک د پنځم تلین په مناسبت ځانګړې غونډه وکړه. د پښتنو د دغه ستر او انقلابي شاعر اجمل خان خټک د پنځه اتیا کلن عمر ډېر سپرلي او خزانونه د خپل قوم له پاره د خپل حق او ښه ژوند غوښتو په خوست ادبي بهیر د ارواښاد اجمل خټک […]

نویسنده: The Killid Group
27 سلواغه 1393
راشئ چې لږ کېنو د اجمل سره

خوست ادبي بهیر د ارواښاد اجمل خټک د پنځم تلین په مناسبت ځانګړې غونډه وکړه. د پښتنو د دغه ستر او انقلابي شاعر اجمل خان خټک د پنځه اتیا کلن عمر ډېر سپرلي او خزانونه د خپل قوم له پاره د خپل حق او ښه ژوند غوښتو په

خوست ادبي بهیر د ارواښاد اجمل خټک د پنځم تلین په مناسبت ځانګړې غونډه وکړه.

د پښتنو د دغه ستر او انقلابي شاعر اجمل خان خټک د پنځه اتیا کلن عمر ډېر سپرلي او خزانونه د خپل قوم له پاره د خپل حق او ښه ژوند غوښتو په چیغو، نارو، سورو کې تېر شول او په همدې ګناه د وخت واکمنو څو ځلې ونیو او د زندان د تورو تمبو شاته یې ولېږه. خو دا چې هغه بیا بیا د حق ناره نه پرېښوده؛ نو جابرو واکمنو په دې هم بسنه ونه کړه او هغه یې جلاوطنۍ ته اړ کړ.

د خوشحال خان د کورنۍ دې نیالګي چې وروسته یې ځان غټه سټه ثابت کړ، په خپل غږ او خپل قلم خپل ویده قوم ته د ویښېدو ډېرې چیغې وکړې، دغه چیغې په نظم او نثر دواړو کې وې، خو له بده بخته چې لا هم دغه قوم هغسې ویښ نه شو، څنګه چې ده غوښتو او لا هم د اسیا په کچه د دغه ستر قوم(پښتون) پر مرۍ بېلابېلې چاړې تېریږي او پڅېږي.

ارواښاد اجمل خټک د خپل ژوند څو کاله په کابل کې تېر کړي او له دې ځایه یې روسيې، جرمنې، چکسلواکيا او هند ته سفرونه هم کړي دي او همدلته (کابل) کې یې د اثارو ډېره برخه لیکل شوې او چاپ شوې هم ده.

د ده لومړنۍ درې شعري ټولګې(ټکرې، لمبې، لوخړې) ورکې شوې او له چاپ شویو اثارو یې (د غیرت چیغه، دا زه پاګل وم؟، کچکول، ژوند او خوند، ګلونه تکلونه، ګل پرهر، افغاني ننګ، د سپین غر د سره…) دي چې ډېره برخه یې شعرونه او لږ برخه یې نثر او کیسې جوړوي.

په یادو اثارو کې زیاتره یې په کابل کې د سرحدونو قبایلو او لوړو زده کړو وزارت له خوا چاپ شوي او کمه برخه یې په پېښور کې.

اجمل خټک د خپل ژوند په اوږدو کې د دې ترڅنګ چې په بېلابېلو ادبي او سیاسي فعالیتونو زندانونو ته لیږل شوی، د څو مهمو ادبي، سیاسي او ټولنیزو بنسټونو په جوړولو کې هم رول لرلی چې مهمې یې (نوښار ادبي جرګه، پښتون لیګ، ولسي ملګري…) دي او پر دې سربیره د (پښتون) مجلې لیکوال، د (عدل) مجلې مسوول مدیر، د (شهباز) اخبار ایډیټر او د (بانګ حرم) اخبار د مدیر په حیث دندې ترسره کړې دي.

اجمل خټک په سیاسي ډګر کې د ولسي جرګې تر غړیتوب او د عوامي نيشنل پارټۍ تر مرکزي صدارته مسوولیتونه ترسره کړي. د خدايي خدمتګارانو دغه لاروي په خپل ژوند کې ډېرې ستړې او سختې قبولې کړې، خو نه یې په خپله د کوم مقام غوښتنه کړې او نه یې هم د خپل قوم له نورو خلکو بېل او لوړ ژوند غوره کړی دی.

ځکه خو خوست ادبي بهیر د هغه د پنځم تلین په مناسبت د هغه پر ژوند او فن ځانګړې ناسته وکړه. دې ناستې ته د خوست ادبي بهیر پر غړو سربېره له کوزې پښتونخوا او پکتیا څخه هم ملګري راغلي وو. محمد الیاس وحدت غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل چې پښتانه د اسیا په کچه لوی قوم دی، خو له لویو بدبختیو (غربت، ناامنۍ، بې علمۍ…) سره هم مخامخ کړل شوی دی او د ګوتو په شمېر داسې کسان لرو چې دغه غربت او ناامنۍ ځپلي قوم ته له دغو بدبختیو د نجات په هدف هلې ځلې کوي، خپل عمر دې ته وقف کوي، هغه واقعاً د ستایلو، نمانځلو او قدردانۍ وړ دي.

د وحدت په وینا اجمل خټک هم یو له دغو کسانو و چې خپل ژوند یې د خپل قوم ویښولو ته وقف کړ، په دې برخه کې یې ډېرې ستونزې، ان زندانونه ولیدل، سره له دې چې ده ته پر لوړو مقامونو د کار زمینې برابرې وې، د دنیا په هر هېواد کې د ژوند کولو اسانتیاوې ورته وې، خو ده یوازې او یوازې د خپل قوم خوشحالي وغوښته او د همدې هدف د ترلاسه کولو له پاره یې خپل خوږ ژوند تریخ کړ.

وحدت دا هم وویل چې موږ د ده په یادونه خپل ولس ته دا پیغام رسوو چې د کوم هدف له پاره هغه کار کاوه، هغه هدف ترسره شوی نه دی، هغه ستونزې نورې هم ډېرې شوې؛ نو په کار ده چې نور هم د هغه پر لاره لاړ شي او د خپل ولس د سوکالۍ او له ستونزو د نجات په خاطر منډې ترړې او قربانۍ ورکړي.

زاهدشاه انګار د ارواښاد اجمل خټک پر فن او هنر خبرې وکړې، ده وویل چې د اجمل خټک د فن کمال دا دی چې هغه خپلې ټولنې ته هر پیغام په داسې بڼه وړاندې کړی چې شعاري شوی نه دی، هنریت یې تر اخره په کې ساتلی دی او په وینا یې ډېر شاعران چې کله د ده په شان پیغام وړاندې کوي؛ نو له شعره شعار ته ووځي. ځکه نو د ده فن او اثار تلپاتې او د ډېر عمر لرونکي دي.

انګار دا هم وویل چې ارواښاد د ژوند او فن لوی فکر پر سیاسي طبقاتي قومي مبارزه راټول و چې هدف یې په سیاسي ژوند کې د ګډ او مساوي حقوقو لرل وو.

محمدغفور مهیدي د ارواښاد اجمل خټک د شخصیت یوه مهمه ځانګړنه دا په ګوته کړه چې هغه غوښتل هر پښتون زلمی د ده په شان جراات ولري. ده یوه خاطره هم یاده کړه چې یو وخت ده کابل کې د خبریال په توګه کار کاوه او غوښتل یې له خټک صاحب سره مرکه وکړي، خو تر مرکې وړاندې چې هغه کومې خبرې ده ته وکړې ټولې پر دې راټولې وې چې هغه غوښتل جراات ورکړي.

ځکه خو مهیدي د خپلو خبرو په پای کې هیله مند و چې په دغه قوم کې به د هغه ځای تش نه شي او نور ویښ زلمي به یې لاره تعقیب کړي.

استاد نورالله لیونخیل په خپلو خبرو کې وویل چې د اجمل بابا ژوند ډېرې لوړې ځوړې لري، د هغه ژوند بند، تبعید او د خپل ولس د ویښتیا له پاره منډې ترړې دي او فن یې هم د ژوند په شان سرګردان ایجاد شوی. د استاد په خبره اجمل ادب د ژوند له پاره نظریه تعقیب کړې او ادب یې د خوند پر ځای د ژوند له پاره ضروري ګڼلی، ځکه خو یې اثار هم چيغه او چيغه دي:

د لویو لویو قدرتونو ربه!

یو تمنا ده اورېدی شې کنه

ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی

د چا د زړه لوګی لیدی شې کنه

ستا د سیلو او توپانونو په مخ

یو اسویلی دی درلیږل یې غواړم

ستا د چپو چپو سیندونو په نوم

لیمه راډک شو څڅول یې غواړم

د استاد په وینا اجمل بابا خپله قانع دی، خپله پخپله خېټه پورې کاڼي هم تړلی شي، خو دا نه مني چې د ده په خېټه پورې دې کاڼي وي او بل ښامار دې پر خزانو وي:

ستا په رضا زما رضا ده ربه

کاڼي هم نس پورې تړلی شمه

چې بل ښامار په خزانو ووینم

اخر انسان یم څنګه غلی شمه

استاد پسې زیاته کړه چې  د اجمل بابا له پاره په دې شرط چې نور د واکمنو خلاف څه ونه وايي، د لویو لویو مقامونو وړاندیزونه هم شوي، خو ده ځکه نه دي منلي چې دا یې د ولس په خیر نه وه:

راډک شو زړه ایسارولی نه شم

خوله ماته ښه ده خو ګنډلی نه شم

له کوزې پښتونخوا  راغلي مېلمه ډاکټر محمد اسرار اتل چې له ارواښاد اجمل خټک سره د ژوند په وروستیو ورځو کې نږدې پاتې شوی، په خپلو خبرو کې د خوست ادبي بهیر له ملګرو مننه وکړه چې د اجمل بابا د پنځم تلین په مناسبت یې ځانګړې غونډه جوړه کړې او غواړي چې خپل ځوان نسل ته د اجمل خټک پیغامونه ورسوي.

اسرار اتل دا هم وویل چې اجمل بابا له خپل ولس او خپل لوی کور (افغانستان) سره ډېره مینه لرله او اوس هم د هغه کورنۍ او په ځانګړې توګه د هغه زوی ایمل خټک د نن په غونډه خبر شوی او په هیجاني ډول یې په ټلیفون کې خپل احساسات ورته ویلي او په دې ډېر زیات خوښ و چې د پلار ارمانونو ته یې ځوان کهول د هغه په لوی کور کې د ترسره کیدو هیلې وربښي.

اجمل خټک په ١٩٢٥میلادي کال د اپريل په مياشت کې د پښتونخوا د اکوړه خټک په کلي کې نړۍ ته سترګې پرانستې وې. ده ډېر کلونه د خپل قوم د ویښولو او د جابرو واکمنو پر وړاندې د خپلې چیغې د پورته کولو هڅې وکړې. په دې لاره کې یې په وار وار زندانونه او جلاوطنۍ ولیدې او بالاخره د پښتو ژبې دغه ستر او انقلابي شاعر د ٢٠١٠میلادي کال د فبرورۍ په اوومه د پښتو نخوا په اکوړه خټک کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

راشئ چې لږ کینو د اجمل سره

ده سره یو څو کیسې د ښکلو دي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA