ads

بې سواده مخترع

شاوخوا څلوېښت كاله کېږي چې په هېواد کې د جګړې، وژنو، تباهۍ او بربادۍ شاهدان یو، خو كله كله د ترخو حالاتو له همدې ګرده د افغان استعدادونو راپورته كېدل د انسان په سترګو كې د خوښۍ او اميد اوښكې راوخوټوي. شاوخوا څلوېښت كاله کېږي چې په هېواد کې د جګړې، وژنو، تباهۍ او بربادۍ […]

نویسنده: The Killid Group
27 سلواغه 1393
بې سواده مخترع

شاوخوا څلوېښت كاله کېږي چې په هېواد کې د جګړې، وژنو، تباهۍ او بربادۍ شاهدان یو، خو كله كله د ترخو حالاتو له همدې ګرده د افغان استعدادونو راپورته كېدل د انسان په سترګو كې د خوښۍ او اميد اوښكې راوخوټوي.

شاوخوا څلوېښت كاله کېږي چې په هېواد کې د جګړې، وژنو، تباهۍ او بربادۍ شاهدان یو، خو كله كله د ترخو حالاتو له همدې ګرده د افغان استعدادونو راپورته كېدل د انسان په سترګو كې د خوښۍ او اميد اوښكې راوخوټوي.

عبدالكريم همداسې يو استعداد دى چې په ليدو يې د انسان سترګې بې واره د خوښۍ په اوښكو لمدېږي، د عبدالكريم د بېسواده پاتې كېدو درد د دې خاورې له نږدې هر اوسېدونكي سره شريك دى، ځكه غربت ترې په وړكتوب كې د زده كړو حق تروړلى، خو هغه په خپل همت د ليك او لوست لمنه نه ده پرېښې او هڅه یې کړې چې په ډول ډول اختراعاتو خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړي.

عبدالكريم اوس تاند ځوان دى، د شينكي لغمان د اليشنګ سيند د مستو څپو نڅا ته رالوى شوى، هغه كه څه هم چېرته شاګردي نه ده کړې، خو د خپل ذهني استعداد له کبله یې دا وړتیا موندلې چې د راډیوګانو، ټیپونو او په اوس عصر کې د موبایل ټلیفونونو ښه مستري شي.

دا د عبدالکریم د معمولي استعدادونو یوه كيسه ده، مګر د هغه په ژوند كې د تعجب وړ ټكى دا دى چې څه موده وړاندې يې په خپل كور كې یو سكواټور موټر هم جوړ کړ.

د سكواټور د جوړولو طرحه او كيسه په خپله له عبدالكريم سره ده، هغه وايي د ده په لاس جوړ شوی سكواټور په ريموټ چلېږي او په كلي كې يې د يو لوى سكواټور په ليدو د جوړېدو طرحه په ذهن كې ور وغوړېده:(( زموږ كلي ته په كار پسې يو چا سكواټور موټر راوستى و، زه ورته كېناستم، بس په زړه كې مې راغله چې دا ډول يو شى، خو زه په خپله هم جوړولى شم.))

عبدالكريم وايي، خپله طرحه يې له پلار سره شريكه كړه، خو هغه ته دا خبره مازې ټوكه ښكاره شوه، ورته ویې ويل ځه، ګورو چې څنګه سكواټور جوړوې. پلار يې دا خبره ځكه كوله چې د هغه پر خپل زوى دومره باور نه راته، د هغه په ګمان د سكواټور جوړول په افغانستان كې د چا د وسې كار نه دى، خو عبدالكريم په څو ورځو كې نه يوازې خپل پلار، بلكې د كلي ټول خلك ځانته حيران كړل:(( پلار مې فكر كاوه چې ګواكې زه اپلتې ولم، زما خبره يې ډېره بابيزه وګڼله، خو چې څو ورځې تېرې شوې او زما كارونو سر ونيو؛ نو راته حيران او ګوته په غاښ پاتې و.))

عبدالكريم د خپل كار پر مهال د سكواټور د جوړولو لپاره له ډول ډول تخنيكونو استفاده كوله، يو وار يې په جوړولو كې د پيچكاريو سرنجونه وكارول، خو وروسته يې فكر وكړ چې هر څه بايد داسې جوړ كړي چې برقي سيسټم ولري او د ريموټ په واسطه كنټرول شي:(( اوس نو دا سكواټور برقي دى، كولى شي چې مخكې او وروسته حركت وكړي، ټايرونه تاو كړي، موړ واخلي او له ځمكې خاوره وكيني، بيا يې له يوه ځايه بل ځاى ته په خپله خوله كې انتقال كړي.))

عبدالكريم په دغه سكواټور شاوخوا پنځه زره افغانۍ لګولي او اكثره پرزې يې ورته د زړو راډيوګانو او ټيپونو را ايستي، بيا يې په دغه سكواټور كې د مناسبې ګټې اخستنې لپاره نصب كړې دي. عبدالكريم د سكواټور په ظاهري جوړښت كې له لرګي، پلاستيك، وسپنې، د راډيوګانو له انتنونو او نورو ګڼو بېكاره توكو استفاده كړې او په څلورو مياشتو كې يې خپله پروژه پاى ته رسولې ده.

عبدالكريم داسې ځوان دى چې تر دې پخوا يې هم له چره ييز ټوپك داسې وسله جوړه كړې وه چې د چره دارو مرميو پر ځاى يې د پيكا مرمۍ ډزولې. په دې كار يې هم د زړه تسلي ونه شوه، بيا يې د خلكو د خونديتوب لپاره د تالاشۍ داسې اله جوړه كړه چې له انسان سره به يې د هر ډول وسپنيز توكي په اړه خبردارى وركاوه.

عبدالكريم وايي، د هېواد لپاره د لا ډېرو نوښتونو طرحې له ځانه سره لري، خو تر څو يې چې حكومت مالي ملاتړ ونه كړي، دى په خپل شخصي لګښت خپلو طرحو ته تر پايه د عمل جامه نه شي ور اغوستلى:(( كه ماته څوك وسايل په اختیار كې راكړي؛ نو د دنيا په مخ به داسې كار نه وي چې ترسره يې نه شم كړاى، زه له حكومته غواړم چې په افغانستان كې د استعدادونو د روزنې لپاره يو مركز جوړ كړي، تر څو زما په څېر ځوانان هلته تجربې وكړي او ستر كارونه ترسره كړي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA