ads

نوازشريف جمهوررئيس کرزي ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وويله

د پاکستان لومړي وزير نوازشريف د افغانستان د خپلواکۍ د ٩٥ مې کليزې په مناسبت جمهوررئيس حامدکرزي او د افغانستان ولس ته مبارکي ويلې ده. نن د زمري په ٢٨مه له انګرېز ښکېلاک څخه د خپلواکۍ د بېرته اخيستو ٩٥مه کليزه په ټول هېواد كې لمانځل کېږي. د پاکستان لومړي وزير نوازشريف د افغانستان د […]

نویسنده: The Killid Group
28 زمری 1393
نوازشريف جمهوررئيس کرزي ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وويله

د پاکستان لومړي وزير نوازشريف د افغانستان د خپلواکۍ د ٩٥ مې کليزې په مناسبت جمهوررئيس حامدکرزي او د افغانستان ولس ته مبارکي ويلې ده. نن د زمري په ٢٨مه له انګرېز ښکېلاک څخه د خپلواکۍ د بېرته اخيستو ٩٥مه کليزه په ټول هېواد كې لمانځل کېږي.

د پاکستان لومړي وزير نوازشريف د افغانستان د خپلواکۍ د ٩٥ مې کليزې په مناسبت جمهوررئيس حامدکرزي او د افغانستان ولس ته مبارکي ويلې ده.
نن د زمري په ٢٨مه له انګرېز ښکېلاک څخه د خپلواکۍ د بېرته اخيستو ٩٥مه کليزه په ټول هېواد كې لمانځل کېږي.
په کابل کې د پاکستان د سفارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه هېواد لومړي وزير نوازشريف جمهوررئيس حامد کرزي او افغان ولس ته په خپل لاس د لاسليک شوي مکتوب له لارې مبارکي ورکړې ده.
هغه زياته کړې، چې د خوښيو په دغو مراسمو کې دوى له خپلو افغان وروڼو سره ځان شريک ګڼي.
د پاکستان لومړي وزير ويلي، چې افغانستان او پاکستان سره ګډ تاريخ، کلتور د ورورۍ اړيکې لري.
د نوموړي په وينا، په سيمه کې سوله او ثبات رامنځته کول د دواړو هېوادونو هيلې دي او په ګډه به د دې لپاره کار کوي.
تر دې مخكې د هند لومړي وزير او د امريكا جمهوررئيس هم جمهوررئيس حامد كرزي او افغانانو ته د خپلواكۍ د ۹۵ مې كليزې مباركي ويلې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA