د پاکستان د تحريك انصاف ګوند مشر عمران خان پر خلکو غږ کړى، چې د واکمن گوند پر وړاندې د احتجاج په توگه دې د ماليو له ورکړې ډډه وکړي، او همداراز د برېښنا د لگښت بيه دې نه پرې کوي.
د پاکستان د تحريك انصاف ګوند مشر عمران خان پر خلکو غږ کړى، چې د واکمن گوند پر وړاندې د احتجاج په توگه دې د ماليو له ورکړې ډډه وکړي، او همداراز د برېښنا د لگښت بيه دې نه پرې کوي.
نوموړي له پاکستاني سوداگرو هم وغوښتل، چې د هر راز سوداگريزې ماليې له ورکړې دې ډډه وکړي.
د مدني سرغړونې له اعلان وروسته، د عمران خان پلويانو د لومړي وزير د دفتر په لور د لاريون غوښتنه کوله، خو خان بلاخره تېره شپه اعلان وکړ چې لومړي وزير نواز شريف ته دوه ورځې وخت ورکوي، چې له واکه لاس په سر شي.
د تحريک انصاف گوند مشر گواښ وکړ، كه شريف خپلې استعفا لپاره د دوى له لورې ټاکل شوې وروستۍ نېټه له پامه وغورځوي، نو د تحريک انصاف پلويان به د هغه د دفتر په لوري لاريون وکړي، او هلته به خپلې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړي.
عمران خان ادعا کوي، چې نواز شريف د ٢٠١٣ م کال په ټاکنو کې په درغليو واک ته رسېدلى دى.
تر دې مخکې د عوامي تحريک ګوند مشر طاهر القادري هم د يکشنبې په ورځ نواز شريف ته د استعفا لپاره ٤٨ ساعته وخت ورکړى او د نه منلو په صورت کې يې د سياسي کړکېچ رامنځته کېدو ګواښ هم کړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ