د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو پوځي عمليات دوام لري. د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو د دفتر ISPR لخوا د جمعې په ورځ په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې الوتکو په شمالي وزيرستان کې د پوځي
د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو پوځي عمليات دوام لري.
د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو د دفتر ISPR لخوا د جمعې په ورځ په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې الوتکو په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو په شپږمه ورځ، په ميرانشاه، قطب خېل او يو شمېر نورو سيمو کې د مېشتو سخت دريځو وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې لږ تر لږه ١٢ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، د پاکستان هوايي ځواک په دغو بريدونو کې په سيمه کې د مېشتو وسله والو ٣ مرکزونه او د وسلو او بارودو ګڼې زېرمې هم له منځه وړي دي.
فرانس پرېس خبري اژانس بيا د شمالي وزيرستان د يوه ځايي امنيتي چارواکي له قوله وايي، چې پرونۍ بمبارۍ كې ۲۰ وسله وال وژل شوي دي.
په شمالي وزيرستان كې تراوسه د پاكستاني پوځ په روانو عملياتو كې د بهرنيو وسله والو په ګډون ٢٣٢ وسله وال او ۸ پاكستاني سرتېري وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ