ads

روسيې له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو د وتو له كبله اندېښنه وښوده

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت چارواكي وايي، له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو وتل د روسیې او پخواني شوروي اتحاد نورو جمهوریتونو ته د تروريزم د غځېدو ګواښ ډېروي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت چارواكي وايي، له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو وتل د روسیې او پخواني شوروي اتحاد نورو جمهوریتونو ته د تروريزم د […]

نویسنده: The Killid Group
16 غبرګولی 1393

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت چارواكي وايي، له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو وتل د روسیې او پخواني شوروي اتحاد نورو جمهوریتونو ته د تروريزم د غځېدو ګواښ ډېروي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت چارواكي وايي، له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو وتل د روسیې او پخواني شوروي اتحاد نورو جمهوریتونو ته د تروريزم د غځېدو ګواښ ډېروي.

ازادۍ راډيو د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياند الکسانډر لوکاشیویچ له خولې ليكلي چې؛ د روسیې د اټکل له مخې له افغانستان څخه د ایساف ځواکونو وتلو سره دا احتمال وي چې؛ د تروریزم ریښې د ګډو ګټو هېوادونو چې روسیه هم په کې شامله ده؛ ورسیږي.

روسي چارواکي وېره لري، چې که ایساف ځواکونه له افغانستانه ووځي؛ نو طالبانو ته به دا موقع په لاس ورشي چې؛ په خلاص لاس د افغانستان په ټولو سیمو کې فعالیت وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې؛ جمهور رييس اوباما په دې وروستیو کې اعلان کړی چې؛ تر ۲۰۱۶ کال پورې به خپل سرتیري له افغانستان څخه وباسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA