ads

جمهوررئيس کرزي د هند له نوي لومړي وزير سره خبرې وکړې

جمهوررئيس حامد کرزي د هند له نوي لومړي وزير نريندرا مودي سره د ليدنې پر مهال د دوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ د وروستي بريد په اړه خبرې وکړې. جمهوررئيس حامد کرزي د هند له نوي لومړي وزير نريندرا مودي سره د ليدنې پر مهال د دوه اړخيزو اړيکو […]

نویسنده: The Killid Group
6 غبرګولی 1393
جمهوررئيس کرزي د هند له نوي لومړي وزير سره خبرې وکړې

جمهوررئيس حامد کرزي د هند له نوي لومړي وزير نريندرا مودي سره د ليدنې پر مهال د دوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ د وروستي بريد په اړه خبرې وکړې. جمهوررئيس حامد کرزي د هند له نوي لومړي وزير نريندرا مودي سره د ليدنې پر مهال د دوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ د وروستي بريد په اړه خبرې وکړې.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد اکبر الدين وايي، چې دا ليدنه نن سهار په نوي ډيلي کې د نريندرا مودي په کور کې وشوه.
سرچينې زياته کړې، حامد کرزى لومړى بهرنى جمهوررئيس و، چې د هندله لومړي وزير سره يې ليدلي دي.
جمهوررئيس حامد كرزي پرون د هند د نوي لومړي وزير نريندرا مودي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ.
نوموړي د هند له پخواني لومړي وزير من موهن سنګهـ سره هم ليدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA