د افغانستان د جمهوري رياست ټاكنو د وروستيو پايلو له اعلان وروسته د ملګرو ملتونو امنيت شورا د جمعې په ورځ د افغانانو زړورتيا وستايله، چې د بريدونو په اړه د طالبانو له خبرداريو سره سره يې په ټاكنو کې خپلې رايې وكارولې.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په يوه پرېکړه ليک کې، چې د دې شورا ټولو ۱۵ غړو په يوه خوله تاييد کړي ويلي، دوى د هغو افغانانو د زړورتيا ستاينه کوي، چې د طالبانو او سر زورو ترهګرو ډلو له خبرداريو سره سره يې په ټاکنو کې ګډون وکړ.
د امنيت شورا په پرېکړه ليک کې همدارنګه راغلي، د شورا غړي افغانان د ټاكنيز بهير، چې لا بشپړ شوى نه دى، دوام ورکولو ته هڅوي.
د جمهوري رياست ټاكنو په دويم پړاو کې، چې د غبرګولي په ٢٤ مه ترسره کېږي، دوه مخکښ کانديدان ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى سره سيالي کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ