په ايټاليا كې د دوشنبې په ورځ د يوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې، چې سلګونه کډوال پکې سپاره وو، لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي دي. د دې هېواد سمندري ساتونکي وايي، د دوو سوو په شاوخوا کې کډوال ژغورل شوي دي، خو دا يې نه دي ويلي، چې څومره نور کسان لادركه دي.
په ايټاليا كې د دوشنبې په ورځ د يوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې، چې سلګونه کډوال پکې سپاره وو، لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي دي.
د دې هېواد سمندري ساتونکي وايي، د دوو سوو په شاوخوا کې کډوال ژغورل شوي دي، خو دا يې نه دي ويلي، چې څومره نور کسان لادركه دي.
تر اوسه دا هم نه ده معلومه شوې، چې د لمپيدوسا ټاپو په جنوب کې څه شى د دې کښتۍ د ډوبېدو سبب شوى دى.
په وروستيو مياشتو کې سلګونه هغه کډوال د مديترانې په سمندر کې ډوب شوي، چې هڅه يې کوله د کښتيو له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ