د افغانستان او قرغزستان د فوټبال لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه، چې پرون په دوبۍ كې ترسره شوه، مساوي پاى ته ورسېده. د افغانستان فوټبال فدراسيون د رسنيو څانګې مسوول مرتضی دانش كليد ته وويل، چې
د افغانستان او قرغزستان د فوټبال لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه، چې پرون په دوبۍ كې ترسره شوه، مساوي پاى ته ورسېده.
د افغانستان فوټبال فدراسيون د رسنيو څانګې مسوول مرتضی دانش كليد ته وويل، چې
دا لوبه د اسيا چلنج کپ سياليو د تياريو په هدف ترسره شوه او افغان لوبغاړو ښه لوبه وكړه.
د اسيا چلينج کپ سيالۍ د مې مياشتې په ١٩مه نېټه پيلېږي، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د دغو لوبو په لومړي پړاو کې له فىلىپين، ترکمنستان او لاووس سره لوبې وكړي.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې په كابل كې د پاكستان د فوټبال ملي لوبډلې ته په يوه دوستانه لوبه كې ماتې وركړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ