ټاكل شوې ده نن د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د شل اوريز نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله دويمه لوبه له هانګ كانګ سره ترسره كړي. افغانستان د همدې لوبو په لړ كې خپله لومړۍ لوبه د بنګله دېش پر وړاندې وبايلله.
ټاكل شوې ده نن د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د شل اوريز نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله دويمه لوبه له هانګ كانګ سره ترسره كړي.
افغانستان د همدې لوبو په لړ كې خپله لومړۍ لوبه د بنګله دېش پر وړاندې وبايلله.
په ورته وخت كې پرون زمبابوې له اېرلنډه ماتې وخوړه.
د پرونۍ لوبې پچه اېرلنډ وګټله او مقابل لوري ته يې د توپوهنې بلنه وركړه.
زمبابوى په ټاكلو شلو اورونو كې ۱۶۳منډې جوړې كړې او مقابل لوري ته يې د ۱۶۴منډو هدف كېښود
اېرلنډ تر يوې په زړه پورې لوبې وروسته وكولى شول د نولسم اور په وروستي توپ د ۱۶۴منډو په ترسره كولو ټاكلى هدف پوره كړي او لوبه وګټي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ