ads

افغانستان او بنګله دېش نن د شل اوريز نړيوال جام سياليو لومړۍ لوبه كوي

د کرکټ د شل اوريز نړيوال جام سياليو لومړۍ لوبه نن په ميرپور كې د کوربه هېواد بنګله دېش او افغانستان د لوبډلو ترمنځ ده. دا لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښين دوې بجې پيلېږي. د کرکټ د شل اوريز نړيوال جام سياليو لومړۍ لوبه نن په ميرپور كې د کوربه هېواد بنګله دېش […]

نویسنده: The Killid Group
25 کب 1392
افغانستان او بنګله دېش نن د شل اوريز نړيوال جام سياليو لومړۍ لوبه كوي

د کرکټ د شل اوريز نړيوال جام سياليو لومړۍ لوبه نن په ميرپور كې د کوربه هېواد بنګله دېش او افغانستان د لوبډلو ترمنځ ده. دا لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښين دوې بجې پيلېږي.

د کرکټ د شل اوريز نړيوال جام سياليو لومړۍ لوبه نن په ميرپور كې د کوربه هېواد بنګله دېش او افغانستان د لوبډلو ترمنځ ده.

دا لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښين دوې بجې پيلېږي.

په الف ګروپ کې، افغانستان، بنګله دېش، نيپال او هانګ کانګ سره يوځاى شوي او په بې ګروپ کې زمبابوې، ايرلنډ، متحده عربي امارات او هالنډ سره يوځاي شوي دي، چې له دغو دوو ګروپونو يوازې يوه يوه لوبډله دوهم پړاو ته وځي او بيا د نړۍ له نورو پياوړو لوبډلو سره لوبې کوي.

د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، افغان لوبډلې ته تر ټولو مهمه ننۍ لوبه ده، چې بايد بنګله دېش ته ماتې وركړي.

كه چېرته د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ننۍ لوبه وبايلله، نو دويم پړاو ته يې د وتلو چانس كمېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA